د فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مشرۍ كښې کور کمانډرز کنفرنس ، دپاکستان جائز برخي د اوبو شتون باوري كولو لپاره د ټولو ضروری ګامونو لپاره د عزم څرګندونه

  پينډۍ 06 جولائي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر و چیف آف ډیفنس فورسزفیلډ مارشل سید عاصم منیر په مشرۍ كښې کور کمانډرز کانفرنس وئيلي دي سيمه كښې تل پاتي امن او استحکام په هغه صورت  ممکن دے كله چې د افغان طالبان رجیم په ولقه كښې سيمي د هند مرستياله ترهه ګرو نیټ ورکس د استعمال څخه منع كړے شي، د پاكستان حکومت په سپارښتنه او د …

 

پينډۍ 06 جولائي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر و چیف آف ډیفنس فورسزفیلډ مارشل سید عاصم منیر په مشرۍ كښې کور کمانډرز کانفرنس وئيلي دي سيمه كښې تل پاتي امن او استحکام په هغه صورت  ممکن دے كله چې د افغان طالبان رجیم په ولقه كښې سيمي د هند مرستياله ترهه ګرو نیټ ورکس د استعمال څخه منع كړے شي، د پاكستان حکومت په سپارښتنه او د اولسي هيلو له مخې د پاکستان د جائز برخي اوبو شتون باوري كولو لپاره د هر ضروري اقدام لپاره د عزم څركندونه وشوه۔د ګل په ورځ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي آئي اېس پي آر جاري شوي بيان له مخې د پاك پوځ سرلښكر و چیف آف ډیفنس فورسزفیلډ مارشل سید عاصم منیر جنرل هیډکوارټرز (جی ایچ کیو) كښې د 276م کور کمانډرز کانفرنس مشري وكړه۔فورم د وسله والو ځواكونو، قانون نافذ کوونكو ادارو او بے ګناه شهيدو شوو وګړو بخښني لپاره فاتحه خوانی وكړه او د دې عزم پخلے ئې وكړو جې د هغوي  قربانۍ د پاکستان سلامتیا، اتحاد او د استحکام بنیاد دي۔ فورم د هېواد د موجودہ سکیورټی صورتحال جاج واخست او د پاكستان د وسله والو ځواكونو آپریشنل تیارۍ، پیشه وره صلاحيت او په جنګي استعداد ئې د اطمینان څرګندونه وكړه۔فورم په دې خبره د تشویش څرګندونه وكړه چې د افغان طالبان رجیم  په ولقه كښې پرتو سيمو كښې د هند مرستياله ترهه ګرو ډلو چې پكښې فتنہ الخوارج او فتنہ الهندوستان شامل دي، په پاکستان کښې د ترهه ګرو بريدونو منصوبه بندی او کارروائیو لپاره استعماليږي۔ فورم واضحه كړه چې سيمه كښې تل پاتي امن او استحکام په هغه صورت ممکن دے كله چې د افغان طالبان رجیم د کنټرول لاندې سيمي د هند مرستياله ترهه ګرۍ نیټ ورکس استعمال څخه منع كړې شي۔ فورم د دې خبري پخلے وكړو چې پاکستان ته د خپل اولس د ترهه ګرۍ څخه محفوظ ساتلو ښكاره حق ترلاسه دے او وسله والو ځواكونه د آپریشن غضب للحق ترمخه د افغان طالبانو په ولقه  كښې سيمو څخه د پيدا شوو ترهه ګرو په ضد په استخبارات اډانه کارروائی كوي۔فورم د عسکری کارروائیو سره سره په دې خبره هم زور راوړو چې په ځپلو سيمو كښې په سمدستي توګه قوي حکومتی ډھانچې دې جوړي كړې شي كومي چې په اولسي خذمت او ښېګړه اډانه وي۔فورم د دې خبري نوټس واخست جې معرکه حق كښې دښمن له په زړه پوري ماتي نه پس د پاكستان په ضد د بهرني ملاتړ لرونكې هائبرډ وارفیئر او د ګمراہ کونكو معلومات (ډس انفارمیشن) كمپائنونه زيات شوي دغسې چې هېواد كښې عدم استحکام راپیدا کړي۔ فورم په ریاستی سرپرستۍ ، مالی معاونت یا د سهولت کارۍ د لارې د پراکسی عناصر د مرستې سخته غندنه وكړه او د دې عزم څرګندونه ئې وكړه چې پاکستان غیر مستحکم کولو لپاره د هائبرډ  لارو چارو او د ټولو هڅو به د تګلاري او قوي عزم سره مقابله كولې شي۔د منطقي بدل شوي صورتحال جاج اخستلو سره فورم د مکالمې، تاؤ ترېښوالي كمولو او د سيمه ايز استحکام وده كښې د پاكستان مثبت کردار وستائيلو۔ فورم د شخړو امناكه هواري، د نړيوال قانون احترام او د شريكو امنيتي چیلنجونو مخنيوي لپاره سيمه ايزي مرستي ته د ودي وركولو د عزم پخلے وكړو۔فورم د سندھ طاس لوظنامې په اړه د هند د بيانونو نوټس اخستو سره په 24 اپریل 2025ء د قامی سلامتیا کمېټۍ د سپارښتني توثیق وكړو۔فورم د هند په غیر قانوني قبضه كښې جموں و کشمیر كښې د روانو بشري حقونو د خلاف ورزو او يو اړخيزه آبادیاتي بدلونونو سخته غندني سره ووئيل  کشمیر د پاکستان شه رګ دے۔ فورم د كشمير مسئلې له د پاکستان د غیر متزلزل سفارتی، سیاسي او اخلاقی مرستې پخلے وكړو۔خپل اختتامي کلمات كښې سرلښكر و چیف آف ډیفنس فورسزفیلډ مارشل سید عاصم منیر  کورکمانډرز ته سپارښتنه وكړه چې د جنګ بدل شوي نوعیت له مخې ګڼ اړخيزه (ملټی ډومین) بدلون په منصوبه په تندۍ سره عمل درآمد باوري كړي۔ده په دې خبره زور راوړو چې کمانډرز دې په هره كچه تر ټولو اعلیٰ معیار  آپریشنل چمتوالے او پېشه وره پوهه برقرار اوساتي او روایتی، غیر روایتي او د هائبرډ خطرو په ضد دې كوټلي غبرګون دې باوري كولو سره په هر دول د پاکستان د خپلواكۍ او قامي ګټې تحفظ وكړے شي۔