د آصف علي زرداري  كرغزستان ته تګ٬  د كرغز صدر سادير ژاپاروف لخوا هر كلے

  اسلام آباد ۔ 6 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري  د چولپان اتا كے اسي كال نړيوالې هوائي اډې ته ورسېدو ۔   كرغز صدر سادير ژاپاروف  په اسيك كول نړيواله هوائي اډه  د خپل پاكستانتي هم څنګ هر كلے وكړو۔په دې مهال صدر مملكت ته ګارډ آف آنرز وړاندې كړے شو ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ نه جاري بيان تر مخه  د محترمه بېنظير بهټو …

 

اسلام آباد ۔ 6 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري  د چولپان اتا كے اسي كال نړيوالې هوائي اډې ته ورسېدو ۔   كرغز صدر سادير ژاپاروف  په اسيك كول نړيواله هوائي اډه  د خپل پاكستانتي هم څنګ هر كلے وكړو۔په دې مهال صدر مملكت ته ګارډ آف آنرز وړاندې كړے شو ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ نه جاري بيان تر مخه  د محترمه بېنظير بهټو  په كال  1995 كښې د تاريخي  دورې نه پس  د جمهوريه كرغز دوره كونكے صدر آصف علي زرداري د پاكستان وړومبے صدر دے۔ دا دوره د محترمه بېنظير بهټو  شهيدې د تاريخي دورې كرغزستان نه پس  د اعلې كچې روابطو د تسلسل مهمه كړۍ ده۔د دورې په مهال به صدر آصف علي زرداري او كرغز صدر سادير ژاپاروف  د دوه اړخيزه اړيكو او د شرېكې مرستې  د ټولو څانګو جاج اخلي ۔ په تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ كركېلې ٬ تعليم ٬ سېلګرۍ  ٬ ډېجېټل معيشت او د اولسي روابط په وده به د خيالاتو څرګندونه كېږي۔  دغسې د باكستان او كرغزستان د زړو اړيكو  لا مستحكمولو  او په سيمه ايزو روابطو  زياتولو به هم خبرې اترې كېږي۔