اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د قامي اسمبلۍ پخواني سپيكر اسد قيصر د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔په دې موقع سينيټر دلاور خان هم د هغوي سره وو۔د سينيټ سېكرټرېټ له مخې د ملاقات په مهال دواړو لارښودو په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې د صوابۍ ضلعې تمباكو صنعت چارو ته خاص پام …
د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د قامي اسمبلۍ غړي اسد قيصر ملاقات
اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د قامي اسمبلۍ پخواني سپيكر اسد قيصر د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔په دې موقع سينيټر دلاور خان هم د هغوي سره وو۔د سينيټ سېكرټرېټ له مخې د ملاقات په مهال دواړو لارښودو په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې د صوابۍ ضلعې تمباكو صنعت چارو ته خاص پام وكړے شو۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني پلاوي له باور وركړو چې د ملاقات په مهال پورته كړی مسئله غور له به د خزانې لپاره د سينيټ قائمه كمېټۍ ته وسپارلې شي۔ده ووئيل دا منطقه د اعلٰی معيار تمباكو پیداوار په اړه شهرت لري او د تمباكو كروندګرو ته ورمخې ته مسئلو حل او د هغوي معاشي تحفظ لپاره به هر ممكنه هڅې كولې شي۔پلاوي د سينيټ چيئرمېن مننې كولو سره د كروندګرو ورورولۍ مسئلو حل لپاره د هغه مرسته ٬ملاتړ او سنجيده هڅې وستائېلې۔










