كوټلي اقتصادي نمو باوري كولو لپاره به د اصلاحات په تګلاره پرله پسې عمل درآمد روان ساتل وي۔ د خزاني وزير محمد اورنګزيب د پاکستان بزنس کونسل غړو سره ملاقات كښې خبرې

  اسلام آباد 06 جولائي  (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي كوټلي اقتصادي نمو باوري كولو له به د اصلاحات په ايجنډا پرله پسې عمل درآمد روان ساتل وي،بجټ كښې ټيکس او مالياتي څانګي په اړه ګڼ مهم اقدامات معارفي كړې شوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د كراچۍ دورې په مهال پاکستان بزنس کونسل غړو سره ملاقات كښې وكړه،ملاقات كښې …

 

اسلام آباد 06 جولائي  (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي كوټلي اقتصادي نمو باوري كولو له به د اصلاحات په ايجنډا پرله پسې عمل درآمد روان ساتل وي،بجټ كښې ټيکس او مالياتي څانګي په اړه ګڼ مهم اقدامات معارفي كړې شوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د كراچۍ دورې په مهال پاکستان بزنس کونسل غړو سره ملاقات كښې وكړه،ملاقات كښې د  پاکستان په معاشي صورتحال،  د حکومت په اصلاحاتي تګلاره  او اقتصادي ترجيحات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خزاني وزير د پاکستان بزنس کونسل کردار ستائيلو سره ووئيل دا اداره د هېواد نوموړو کاروباري شخصيات او صنعتکار په يو موثره پليټ فارم راجمع كولو كښې مهم كردار ترسره كوي،حکومت او نجي څانګي ترمينځه مهمې معاشي او پاليسي چاري د رغنده مکالمې وده كښې د کونسل مسلسل خدمات هم د ستائني وړ دي۔سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل نړيوال معيشت د توقعات څخه زيات لچك او استحکام مظاهره کړې ،هغه هېوادونه كوم چې د ډھانچه جاتي اصلاحات په عمل ثابت قدم دي، معاشي استحکام برقرار ساتلو او پائيدار اقتصادي پرمختګ ترلاسه كولو كښې نسبتا زيات کامياب دي۔د ملاقات په مهال د پاکستان بزنس کونسل استازو د هېواد کاروباري ورورولۍ نمائنده تنظيم په توګه د کونسل په کردار رڼا واچوله او په دې خبره ئې زور راوړو چې په برآمدات اډانه اقتصادي پرمختګ ترلاسه كولو لپاره حکومت او بيلو څانګو سره تعلق لرونكو برآمد كوونكو ترمينځه مسلسل رابطې او د موثر مشاورت عمل دې روان وساتلې شي۔د خزاني وزير د حکومت د اړخه ډھانچه جاتي اصلاحات مخ په وړاندې بوتللو ، پاليسيو كښې تسلسل برقرار ساتلو او سرمايه کارۍ زياتولو لپاره ښه کاروباري ماحول وركولو په اړه د مكمل اقدامات د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں