د پيپلز پارټي په اولسي مينډيټ تسليمولو د وزيراعظم شهباز شريف مننه كوم۔بلاول بھټو زرداري

  ګلګت 06 جولائي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د ګلګت بلتستان اولس د ډوګره راج څخه آزادي ترلاسه كولو سره د پاکستان سره الحاق کړے، خو نن هم دوي مكمل آئيني حقونو ته منتظر دي۔ شهيد ذوالفقار علي بھټو د اېف سي آر خاتمه کړې،اولس له ئې سبسډي وركړي، شهيدي بينظير بھټو په سيمه كښې د سياسي عمل بنياد اېښودے او …

 

ګلګت 06 جولائي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د ګلګت بلتستان اولس د ډوګره راج څخه آزادي ترلاسه كولو سره د پاکستان سره الحاق کړے، خو نن هم دوي مكمل آئيني حقونو ته منتظر دي۔ شهيد ذوالفقار علي بھټو د اېف سي آر خاتمه کړې،اولس له ئې سبسډي وركړي، شهيدي بينظير بھټو په سيمه كښې د سياسي عمل بنياد اېښودے او دغسې صدر آصف علي زرداري ګلګت بلتستان له انتظامي شناخت او اختيارات وركړي۔د ګلګت بلتستان نوي ټاكلي وزيراعليٰ امجد حسين ايډووکيټ د سوګند پورته كولو دستوري ته وينا كښې ده ووئيل پيپلز پارټي غواړي چې ګلګت بلتستان ته عبوري حيثيت سره بشپړه آئيني حقونه هم ترلاسه وي او هغه ورځ به ډيره زر راشي چې د ګلګت بلتستان منتخب استازي به قامي اسمبلۍ ته ورسي۔ده ووئيل اولس پيپلز پارټۍ له د واكمنۍ حقِ ، د ملكيت حقِ او د روزګار حقِ په منشور مينډيټ وركړے،ګوند به رياست، د وفاقي حکومت او ټولو سياسي ګوندونو د ګلګت بلتستان په آئيني حقونو قائل کوي۔ده ووئيل د زمكي ملكيت حق به په هر صورت نافذولې شي، اولس ته به د اجتماعي زراعت او پبلک پرائيويټ پارټنرشپ د لارې معاشي ګټي ورسولې شي دغسې ځوانانو له به د ميرټ په بنياد روزګار وركولې شي۔ بلاول بھټو د پيپلز پارټۍ کاركنانو او د ګلګت بلتستان اولس مننې كولو سره ووئيل زه د وزيراعظم مياں شهباز شريف هم مننه كوم چې د پيپلز پارټۍ اولسي مينډيټ ئې تسليم كړو او د مرستي باور ئې راكړو۔ده ووئيل زه د ګلګت بلتستان او آزاد کشمير نمائندګان په  قامي اسمبلۍ او سېنېټ كښې هم ليدل غواړم او نه به د مهاجرو په حقونو سمجھوته كيږي او نه به د کشمير او ګلګت بلتستان اولس د حکمرانۍ په حق۔ بلاول بھټو ووئيل آزاد کشمير او ګلګت بلتستان د پاکستان د معيشت ’’کوه نور‘‘ دي او ټول هېواد په پرمختګ كښې به كردار ترسره كوي،دغسې د خطاب په آخر ده د: ’’پانچوں صوبوں کي زنجير، بينظير بينظير‘‘۔ نعره پورته كړه۔

مزید خبریں