صدر مملکت آصف علي زرداري د کرغزستان صدر صادر ژپاروف په بلنه په څلور ورځنۍ دوره کرغزستان ته لاړو

  اسلام آباد 06 جولائي  (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د کرغزستان صدر صادر ژپاروف په بلنه په څلور ورځنۍ دوره کرغزستان ته لاړو۔د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د تيرو 21 كلونو راهسې د كوم هم پاكستاني صدر د کرغزستان دا وړومبۍ دوره ده كومه چې د دواړو هېوادونو اړيكو كښې يوه تاريخي كاميابي لري۔د دورې …

 

اسلام آباد 06 جولائي  (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د کرغزستان صدر صادر ژپاروف په بلنه په څلور ورځنۍ دوره کرغزستان ته لاړو۔د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د تيرو 21 كلونو راهسې د كوم هم پاكستاني صدر د کرغزستان دا وړومبۍ دوره ده كومه چې د دواړو هېوادونو اړيكو كښې يوه تاريخي كاميابي لري۔د دورې په مهال به صدر مملکت آصف علي زرداري د صدر صادر ژپاروف سره يو په يو ملاقات او د پلاويو په كچه خبرې كوي۔ دواړه لارښود به د پاکستان او کرغزستان د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخلي او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو به د خيالاتو څرګندونه كوي۔