اسلام آباد ۔ 6 جولائي (اے پي پي) سپريم كورټ د ايمان مزاري او بېرسټر هادي د سزا معطل كولو درخواست په ره د وفاق بشمول نورو ته ڼوټس جاري كولو سره سماعت تر 21 جولائي وځنډولو۔ عدالت د سماعت په مهال ووئېل چې اسلام آباد هائي كورټ دې مقدمه مقرر كړي او د سزا په معطل كولو درخواست دې پرېكړه وكړي ۔ د جسټس محمد علي مظهر په …
ايمان مزاري او د بېرسټر هادي سزا معطل كولو كېس٬ د سپريم كورټ هائيكورټ ته زر د فېصلې كولو امر ٬ سماعت تر 21 جولائي وځنډولې شو

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 6 جولائي (اے پي پي) سپريم كورټ د ايمان مزاري او بېرسټر هادي د سزا معطل كولو درخواست په ره د وفاق بشمول نورو ته ڼوټس جاري كولو سره سماعت تر 21 جولائي وځنډولو۔ عدالت د سماعت په مهال ووئېل چې اسلام آباد هائي كورټ دې مقدمه مقرر كړي او د سزا په معطل كولو درخواست دې پرېكړه وكړي ۔ د جسټس محمد علي مظهر په مشرۍ كښې په جسټس مسرت هلالي او جسټس شاهد اقبال حسن باندې مشتمل درې كسيز بنچ د ګل په ورځ د كېس سماعت وكړو ۔ د سماعت په مهال د ايمان مزاري وكيل فېصل صديقي موقف اختيار كړو چې سپريم كورټ د وړاندې نه هائي كورټ ته دوو اوونيو كښې د سزا په معطل كولو درخواست د فېصلې كولو امر كړے ؤ خو د هغې باوجود په حكم عملدرآمد ونه وشو۔هائي كورټ كېس په 20 مئ مقرر كړے ؤ بيا په جون كړے شو او بيا كاز لسټ منسوخ كړے شو او د هغې نه تر ننه مقدمه د سماعت لپاره مقرر نه شوه۔ زمونږ خواست دے چې هائي كورټ دې كېس مقرر كړي او فېصله دې وكړي هغه كه زمونږ خلاف ولې نه وي۔ په دې مهال جسټس محمد علي مظهر ريماركس وركړل چې په عمومي توګه سپريم كورټ د هائې كورټ په عبوري احكامات كښې لاس وهنه نه كوي او په دې مقدمه كښې خو لا هائي كورټ استغاثه ته نوتس هم نه دې جاري كړے ۔ وروستو عدالت د وكيل فېصل صديقي په استدعا سماعت تر 21 جولائي ځڼډولو سره د ايډېشنل اټارني جنرل پشمول نورو فرېقېنو ته نوټس جاري كړو۔










