نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د چوكۍ كانديد ملاقات

  اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل  د چوكۍ كانديد او د ايكواډور پخواني خارجه وزير ماريا فرنانډا ايسپينوسا د ګل په ورځ ملاقات وكړو ۔د ملاقات په مهال نائب وزيراعظم و خارجه وزير د ايسپينوسا هركلي كولو سر د ه ګڼ اړخيزه مرستې ودې او نړيوالو چارو كښې د ملګرو ملتونو مركزي كردار لا …

 

اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل  د چوكۍ كانديد او د ايكواډور پخواني خارجه وزير ماريا فرنانډا ايسپينوسا د ګل په ورځ ملاقات وكړو ۔د ملاقات په مهال نائب وزيراعظم و خارجه وزير د ايسپينوسا هركلي كولو سر د ه ګڼ اړخيزه مرستې ودې او نړيوالو چارو كښې د ملګرو ملتونو مركزي كردار لا قوي كولو لپاره د پاكستان بشپړه ملاتړ پخلے وكړو ۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې ده هيله څرګنده كړه چې د ملګرو ملتونو راتلونكې سېكرټري جنرل به اداره كښې ضروري اصلاحات معارفي كړي او د سلامتي كونسل په پخوانو قراردادونو په خاص توګه د فلسطين او جمو كشمير په اړه په قراردادونو موثر عملدرآمد باوري كړي كوم به چې مينځني ختيز  او سوئېلي آسيا كښې تل پاتې امن لپاره مهم دي ۔نائب وزيراعظم و خارجه وزيرد دې عزم هم پخلے وكړو چې پاكستان د ملګرو ملتونو منشور مقاصد او اصولو ودې٬نړيوال قانون او د لوظ نامو په احترام اډانه نړيوال امن٬استحكام او خوشحالۍ لپاره فعاله نړيوالې مرستې مخ په وړاندې بوتللو لپاره به خپل كردار روان ساتي۔