حوالدار لاك جان شهيد د ګران هېواد دفاع لپاره په كارګل سيكټر د خپل پوسټ په دفاع كولو د خپل ځان قرباني وركړی۔سردار اياز صادق

  اسلام آباد ۔06 جولائي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د حوالدار لاك جان شهيد نشان حېدر 27مې كليزې په موقع هغه ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي حوالدار لاك جان د ګران هېواد دفاع لپاره په كارګل سيكټر د خپل پوسټ په دفاع كولو  د خپل ځان قرباني وركړی۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان  كښې …

 

اسلام آباد ۔06 جولائي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د حوالدار لاك جان شهيد نشان حېدر 27مې كليزې په موقع هغه ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي حوالدار لاك جان د ګران هېواد دفاع لپاره په كارګل سيكټر د خپل پوسټ په دفاع كولو  د خپل ځان قرباني وركړی۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان  كښې ده ووئيل حوالدار لاك جان شهيد د فرض شناسي او بې مثاله جرات لازواله داستان رقم كړے كوم چې د قام لپاره د وياړ سبب دے۔سردار اياز صادق ووئيل  حوالدار لالك جان شهيد په 7 م جولائي  كال 1999  د كارګل جنګ په مهال  د دښمن د پرله پسې بريدونو په مړانه ٬استقامت او پيشه وره مهارت مقابلې كولو سره شهيد شوے۔ده ووئيل د سختو ګولو ورېدو او حالاتو باوجود حوالدار لالك جان د شهيد خپل پوسټ تر آخره دفاع وكړه او د دښمن ناپاك عزائم يې خاورې كړل ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د كارګل غر نن هم د حوالدار لالك جان شهيد د بهادرۍ او جرات ګواهي وركوي۔ده ووئيل  زمونږ د وسله والو ځواكونو افسرانو او ځوانانو تل د قامي خپلواكۍ او د پولو تحفظ لپاره ځاانګرې قربانۍ وركړې دي۔سردار اياز صادق ووئېل ټول قام خپلو شهيدانو ته سلام كوي او د هغوي د كورنۍ زغم٬استقامت او قربانو ته د قدر او احترام په نظر ګوري۔ده ووئيل  د شهيدانو قربانۍ قامي اتحاد٬استحكام او د ګران هېواد دفاع عزم لا قوي كوي۔سپيكر ووئيل قام به د خپلو محافظو قربانۍ چرې هم هيرې نه كړي۔ده د لوي څښتن څخه د حوالدار لالك جان شهيد لوړو درجو او د هېواد سلامتيا٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره دعاګانې وكړې۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر سيد غلام مصطفٰی شاه حوالدار لالك جان شهيد ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هغه جرات٬فرض شناسۍ او هېواد سره غېر متزلزل وفاداري د راتلونكو نسلونو لپاره روښانه مثال دے۔ده ووئيل  د شهيدانو لازواله قربانۍ زمونږ قامي سلامتيا٬آزادۍ او د خپلواكۍ قوي بنياد دے۔دوهم سپيكر دعا وكړه چې لوي څښتن دې حوالدار لالك جان شهيد له لوړې درجې  وركړي او پاكستان دې د امن٬استحكام او سلامتيا مركز جوړه كړي۔