اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي معاشي اصلاحات او د جديدكارۍ عمل كښې د ټيكنالوجي وده او د سرمايه كارۍ ذريعې متنوع جوړول بنيادي اهميت لري،انويسټ پاك پورټل پيل كولو سره به ريټيل سرمايه كارو لپاره نوري نوې او د آسانې سرمايه كارۍ موقعې ترلاسه شي۔ده دا خبره د ګل په ورځ كراچۍ كښې د سټيټ بينك آف پاكستان …
معاشي اصلاحات او د جديدكارۍ عمل كښې د ټيكنالوجي وده او د سرمايه كارۍ ذريعې متنوع جوړول بنيادي اهميت لري ۔ د خزاني وفاقي وزير محمداورنګزيب د انوېسټ پاك پورټل پرانستي دستوري ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي معاشي اصلاحات او د جديدكارۍ عمل كښې د ټيكنالوجي وده او د سرمايه كارۍ ذريعې متنوع جوړول بنيادي اهميت لري،انويسټ پاك پورټل پيل كولو سره به ريټيل سرمايه كارو لپاره نوري نوې او د آسانې سرمايه كارۍ موقعې ترلاسه شي۔ده دا خبره د ګل په ورځ كراچۍ كښې د سټيټ بينك آف پاكستان انويسټ پاك پورټل پرانستي دستوري ته وينا كښې وكړه۔د خزاني وزير د پورټل په اجراء د اسټيټ بينك ګورنر او د هغه ډلي له مباركي وركولو سره ووئيل دا اقدام به هېواد كښې د سرمايه كارۍ يو نوے دور پيل كړي۔ د خزاني وزير ووئيل دې څخه وړاندې زه د راست پروګرام پيل په موقع هم اسټيټ بينك ته راغلې ووم،نن راست پاكستان ډيجيټل مالياتي نظام تر ټولو مضبوطه ستن جوړه شوې ٬ راست پروګرام د ادائيګيو نظام كښې انقلابي بدلونوننه معارفي كړي، وزيرِاعظم پخپله د كيش ليس پاكستان اقدام قيادت كوي۔ده په دې خبره د اطمينان څرګڼدونه وكړه چې راست اوس يو خپلواكه ګورننس ډھانچې او د موثره آپريټنګ ماډل ترمخه كار كوي۔ده ووئيل معاشي اصلاحات او د جديدكارۍ عمل كښې د ټيكنالوجي وده او د سرمايه كارۍ ذريعې متنوع جوړول بنيادي چاري دي او په دې لړ كښې د نجي څانګي په مرسته د جاز كيش د لارې د لږو نه لږې 5 زره روپو سره د حكومتي ټريژري بلز كښې د سرمايه كارۍ سهولت معارفي شوے، چې په نتيجه كښې ئې تر اوسه يو زر څخه زيات سرمايه كار د دې نظام څخه مستفيد شوي۔ده ووئيل انويسټ پاك پورټل پيل څخه ريټيل سرمايه كارو لپاره نورې نوې او آسانې د سرمايه كارۍ موقعې وركړې شوي دي۔










