اسلام آباد07 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري به د كرغزستان صدر صادر ژپاروف په بلنه د 6 نه تر 9 جولائي 2026 د اعليٰ پائې پلاوي مشرۍ كولو سره د جمهوريه كرغزستان سركاري دوره كوي۔د ګل په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د تيرو 21 كلونو په مهال دا د كوم پاكستاني صدر د كرغزستان وړومبۍ دوره ده، …
صدر مملكت آصف علي زرداري به د 6 نه تر 9 جولائي د كرغزستان سركاري دوره كوي

مزید خبریں
اسلام آباد07 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري به د كرغزستان صدر صادر ژپاروف په بلنه د 6 نه تر 9 جولائي 2026 د اعليٰ پائې پلاوي مشرۍ كولو سره د جمهوريه كرغزستان سركاري دوره كوي۔د ګل په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د تيرو 21 كلونو په مهال دا د كوم پاكستاني صدر د كرغزستان وړومبۍ دوره ده، كومه چې د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه اړيكو كښې د يوې تاريخي كاميابۍ حيثيت لري۔ دا دوره دسمبر 2025 كښې د صدر صادر ژپاروف د پاكستان كاميابې دورې تسلسل دے او دا د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلیٰ پائې رابطو د پرله پسې ودي عكاسي كوي۔د دورې په مهال به صدرِ مملكت د صدر صادر ژپاروف سره يو په يو ملاقات او د پلاويو په كچه خبرې اتېر كوي۔دواړه لارښود به د پاكستان او كرغزستان دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخلي او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو به د خيالاتو څرګندونه كوي۔ خبرو كښې به تجارت و سرمايه كارۍ، توان ، كان كني، زراعت، ټيكسټائل، حلال صنعت، صحت او داروګانو جوړولو، ډيجيټل معيشت، تعليم، سېلګرۍ او اولسي رابطو پشمول بيلو څانګو كښې مرستي ته لا ودي وركولو ته پام لرنه كولې شي۔د خپلي دورې په مهال به صدرِ مملكت د كرغزستان پارليمنټ اسپيكر سره هم د خيرسګالۍ ملاقات كوي۔د پاكستان او جمهوريه كرغزستان ترمينځه اړيكي په ورورولۍ او مرسته اډانه دي۔










