ګروپ كېپټن عاصم طارق د مېرمن د ځان و عزت تحفظ لپاره په قربانۍ وركولو  د ځانګري جرآت ٬ مړانې او فرض شناسۍ مثال جوړ كړو٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف

  لاهور ۔06 جولائي (اے پي پي)  وزيراعظم محمد شهباز شريف د عاصم طارق په شهادت  د غم دړد او افسوس څرګندونې سره وئېلي دي  هغه د يوې مېرمن د ځان او عزت تحفظ لپاره د خپل ځان په قربانۍ وركولو  د ځانګري جرآت ٬ مړانې او فرض شناسۍ مثال جوړ كړو۔  د پي ايم آفس  مېډيا څانګې نه جاري بيان تر مخه وزيراعظم ووئېل  قام د داسې مېړنو ځامنو …

 

لاهور ۔06 جولائي (اے پي پي)  وزيراعظم محمد شهباز شريف د عاصم طارق په شهادت  د غم دړد او افسوس څرګندونې سره وئېلي دي  هغه د يوې مېرمن د ځان او عزت تحفظ لپاره د خپل ځان په قربانۍ وركولو  د ځانګري جرآت ٬ مړانې او فرض شناسۍ مثال جوړ كړو۔  د پي ايم آفس  مېډيا څانګې نه جاري بيان تر مخه وزيراعظم ووئېل  قام د داسې مېړنو ځامنو قربانيو ته د قدر په سترګه ګوري ۔ وزيراعظم د شهيد كېپټن عاصم طارق كورنۍ سره د زړه له كومي خواخوږي او د غم رازۍ څرګندونې كولو سره ووئېل ټول قام د شهيد كورنۍ په غم كښې برابر شهيد دے ۔ ه دعا وكړه  چب لوي څښتن دې د شهيد درجې لوړې كړي او هغه له دې د اعلې مقام وركړي  او كورنۍ ته دې د غم زغملو  استقامت  او توفيق وركړي۔  دغسې وزيراعظم اړوند چارواكو ته امر  وكړو  چې د پیښې مكمل او سپېځلې پلټنې كولو سره ذمه وار عناصر له د قانون تر مخه سخته سزا وركړئ