د خواجه آصف په هندي پروپېګنډه غبرګون : ذاتي بريدونو سره به مسئله حل نه شي٬ هندي مشرتابه د فشار ښكار ده: د دفاع وفاقي وزير

اسلام آباد۔5جولائی(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف د هند په بې لارې كوونكې پروپېګنډه  خپل غبرګون كې وئيلې دي چې زما په ضد ذاتي بريدونه او يا په ذهني تزګه غېر مستحكم ګرځولو سره به مسئله حل نه شي۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل په خاص توګه تېر كال جنګ كښې د ماتې په خوړولو هندي وزيراعظم  مودي د خپل …

اسلام آباد۔5جولائی(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف د هند په بې لارې كوونكې پروپېګنډه  خپل غبرګون كې وئيلې دي چې زما په ضد ذاتي بريدونه او يا په ذهني تزګه غېر مستحكم ګرځولو سره به مسئله حل نه شي۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل په خاص توګه تېر كال جنګ كښې د ماتې په خوړولو هندي وزيراعظم  مودي د خپل هېواد دننه او بهر د خپل پرېوتونكي وقار د لاسه فشار سره مخ دے۔ ده ووئيل راهول ګاندھی هم مودي ته په ترلاسه شوو نړيوالو اعزازونو سوالونه پورته كړې دي چې په دې كښې ځينې يا خو ځينې په مصنوعي توګه جوړ كړې شوي دي او يا د خود ساخته تشهيري مهم برخه ده۔