د وفاقي وزیر محسن نقوي د مېرمنې بچ كولو هڅې په مهال د کېپټن عاصم طارق په شهادت د افسوس څرګندونه

اسلام آباد۔5جولائی  (اے پی پی) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي شاهین چوک ته نزدې د یوې مېرمنې بچ كولو هڅې په مهال د ډزو پېښه کښې د هوايي ځواک ګروپ کېپټن عاصم طارق په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د کورنیو چارو وزارت لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د شهید شوي ګروپ کېپټن عاصم طارق …

اسلام آباد۔5جولائی  (اے پی پی) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي شاهین چوک ته نزدې د یوې مېرمنې بچ كولو هڅې په مهال د ډزو پېښه کښې د هوايي ځواک ګروپ کېپټن عاصم طارق په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د کورنیو چارو وزارت لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د شهید شوي ګروپ کېپټن عاصم طارق کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي او غمرازي څرګنده كړه۔ وفاقي وزير محسن نقوي آئي جي پوليس څخه د افسوس وړ دې پېښې رپورټ غوښتلے دے۔ ده هدايت وكړو چې د تورن ګرفتاري دې فوري باوري كړې شي۔ ده زياته كړه چې غمجنې كورنۍ ته انصاف وركولو كښې به هېڅ كمې كولې نه شي۔