اسلام آباد۔5جولائی(اے پی پی)د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان ناصر کېپټن کرنل شېر خان شهید (نشانِ حیدر) ته د هغه د شهادت په 27 مه كليزه په غوره ټكو كښې پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي هغه د وطن دفاع لپاره د خپل ځان قرباني وركولو سره د مړانې ٬ جرات او وطن سره د مينې يو ځانګړے مثال پرېښودلې كوم به چې تل قام لپاره د وياړ وړ پاتے …
د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سېدال خان ناصر كېپټن كرنل شېر خان شهيد ته پېرزوئنې
اسلام آباد۔5جولائی(اے پی پی)د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان ناصر کېپټن کرنل شېر خان شهید (نشانِ حیدر) ته د هغه د شهادت په 27 مه كليزه په غوره ټكو كښې پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي هغه د وطن دفاع لپاره د خپل ځان قرباني وركولو سره د مړانې ٬ جرات او وطن سره د مينې يو ځانګړے مثال پرېښودلې كوم به چې تل قام لپاره د وياړ وړ پاتے وي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل د کارګل په محاذ د كېپټن كرنل شېر خان شهيد غېر معمولي مړانه نوي نسل لپاره د لارې مشال ده۔ ده ووئيل ټول قام خپلو شهيدانو ته سلام كوي او د هغوي قربانۍ به عزت او احترام سره يادې ساتي۔ د سېنېټ دوهم چيئرمېن كېپټن كرنل شېر خان له د لوړو درجو ٬ كورنۍ له د صبر او هېواد له د سلامتيا او سوكالۍ دعا هم وكړه۔











