تهران۔5جولائی (اے پی پی) د ايران د پخواني اعلی رهبر سيد علي خامنه اي شهيد د جنازې لمونځ ادا كړے شو۔ د بي بي سي او ارنا له مخې د هغه د جنازې لمونځ د تهران په لوې مذهبي او كلتوري مركز’امام خمېنی مصلیٰ‘ كښې د ځايي وخت له مخې د اتوار په ورځ سهار 8 بجې ادا كړے شو۔ د جنازې لمونځ بزرګ عالم دین او مرجع تقلید آیت …
د ايران د پخواني اعلی رهبر سيد علي خامنه اي د جنازې لمونځ ادا كړے شو
تهران۔5جولائی (اے پی پی) د ايران د پخواني اعلی رهبر سيد علي خامنه اي شهيد د جنازې لمونځ ادا كړے شو۔ د بي بي سي او ارنا له مخې د هغه د جنازې لمونځ د تهران په لوې مذهبي او كلتوري مركز’امام خمېنی مصلیٰ‘ كښې د ځايي وخت له مخې د اتوار په ورځ سهار 8 بجې ادا كړے شو۔ د جنازې لمونځ بزرګ عالم دین او مرجع تقلید آیت اے جعفر سبحانی تبریزی وركړو۔ د ايراني حكومت اعلی عهدېداران په اولني صف كښې موجود وو۔ تر ټولو وړاندې د سيد علي خامنه اي او بيا د كورنۍ د نورو كسانو د جنازې لمونځ ادا كړے شو په كومو كښې چې سیدہ بشری حسېنی خامنه ای، شهید مصباح الهدی باقری ٬ شهيد زهرا حداد عادل او د سيد علي خامنه اي لمسۍ ګلپائګانی شامله وه۔ له جنازې وروستو د دستورې منتظمينو د پخواني ايراني رهبر د وينې بدل اغستو نعرې پورته كړې۔











