د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي کېپټن کرنل شیر خان شهید ته د عقيدت پېرزوئنې

اسلام آباد۔5جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی کېپټن کرنل شیر خان شهید ته د هغه د شهادت په ورځ په غوره ټكو كښې پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ د داخله وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې محسن نقوي ووئيل د قام  عظيم مېړني فرزند ته دے د قام سلام وي ، د کارګل غرونه د كېپټن كرنل شېر خان شهيد د مړانې …

اسلام آباد۔5جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی کېپټن کرنل شیر خان شهید ته د هغه د شهادت په ورځ په غوره ټكو كښې پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ د داخله وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې محسن نقوي ووئيل د قام  عظيم مېړني فرزند ته دے د قام سلام وي ، د کارګل غرونه د كېپټن كرنل شېر خان شهيد د مړانې ګواه دي۔ محسن نقوي ووئيل د دښمن په مړانه مقابله كوونكې د قامي زړه ور سپاهي نن هم په زړونو كښې ژوندے دے۔ ده ووئيل د کېپټن کرنل شېر خان شهید په څير ځوانان چې موجود وي نو دښمن ګران هېواد ته په خيرنه سترګه كتلې هم نه شي۔