د وزيراعظم شهباز شريف ترك سرمايه كارانو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه ، د دواړو  هېوادونو  په متقابل باور ٬ احترام او وقار اډانه ملګرتيا به په مؤثره اقتصادي همكارۍ كښې بدلولې شي: د شهباز شريف پاكستان تركيه بزنس ټو بزنس كنفرنس ته خطاب

استنبول۔4جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د تركيه سرمايه كارانو ته د توان، آبی زېرمو ،زراعت، خصوصی اقتصادی زونز،کان کنۍ اومعدنیات،انفارمیشن ټېکنالوجی ،مصنوعی ذهانت او نورو څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركولو سره وئيلي دي چې د پاكستان او تركيه  په متقابل باور ٬ احترام او وقار اډانه ملګرتيا به په مؤثره اقتصادي همكارۍ كښې بدلولې شي٬ تركيه په هر سخت وخت كښې د پاكستان بشپړه ملګرتيا كړې ده٬ …

استنبول۔4جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د تركيه سرمايه كارانو ته د توان، آبی زېرمو ،زراعت، خصوصی اقتصادی زونز،کان کنۍ اومعدنیات،انفارمیشن ټېکنالوجی ،مصنوعی ذهانت او نورو څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركولو سره وئيلي دي چې د پاكستان او تركيه  په متقابل باور ٬ احترام او وقار اډانه ملګرتيا به په مؤثره اقتصادي همكارۍ كښې بدلولې شي٬ تركيه په هر سخت وخت كښې د پاكستان بشپړه ملګرتيا كړې ده٬ د هند لخوا په مسلط كړې شوي جنګ كښې د تركيه په شمول د ټولو ملګرو هېوادونو ملاتړ به تل ياد ساتلې شي ٬ د پاكستان مؤثر سفارتي كردار او د ملګرو ملتونو ملاتړ سره په منطقه كښې من په ځائې شو٬ اوس ضروري ده چې دې څخه بشپړه ګټه پورته كړې شي۔ د تركيه نائب صدر جودت يلمانز وئيلي دي د پاكستان او تركيه اړيكې وخت سره سره مضبوطې شوي دي٬ سيمه ايز او نړيوال امن او استحكام لپاره پاكستان زيات تعميري كردار ترسره كړے دے ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه آټو موبېل،زرعی صنعت، فوډ پروسېسنګ،طبی آلات، د تجدید وړ توان ،صحت، ګرین ټېکنالوجیز، آئی ټی، ای کامرس، تعلیم، سیاحت،شپ بلډنګ،دفاعی صنعت او نورو څانګو كښې د همكارۍ زياتولو لوے ګنجائش دے۔ دوئي ددې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ دلته پاكستان تركيه بزنس ټو بزنس كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل تركيه د پاكستان مضبوط او مخلص اتحادي هېوا دے۔ تركيه او پاكستان په هر سخت وخت كښې د يو بل بشپړه مرسته كړې ده۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د ورور رجب طیب اردوان بشپړ ملاتړ سره د امريكا او ايران ترمينځه د ثالث كردار ترسره كړے دے۔ وزیراعظم په خصوصي اقتصادي زون كښې د صدر رجب طيب اردوان خصوصي اقتصادي زون نامې سره د تركيه سرمايه كارانو لپاره د يو زر اېكړ زمكې مختص كلو اعلان وكړو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان او تركيه تل د يو بل ملګرتيا كړې ده۔ تېر كال په پاكستان جنګ مسلط كړے شو ٬ زمونږ پوځ د فیلډ مارشل سید عاصم منېر په مشرۍ كښی په څلور پنځه ورځې كښې دښمن ته عبرتناكه ماتې وركړه۔ دغه وخخت د تركيه او سعودي عربستان په شمول ملګرو هېوادونو زمونږ مرسته وكړه۔ د تركيه نائب صدر جودت يلمانز ووئيل وزيراعظم شهباز شريف او د هغه پلاوي ته په كنفرنس كښې په ګډون كولو هركلې وايم۔ هغه ووئيل اکستان او ترکیه يو بل سره غېر معمولي اړيكې دلري ٬ دواړو د ازمېښت په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې ده۔ ده ووئيل سيمه ايز او نړيوال امن او استحكام لپاره پاكستان زيات تعميري كردار ترسره كړے دے ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه آټو موبېل،زرعی صنعت، فوډ پروسېسنګ،طبی آلات، د تجدید وړ توان ،صحت، ګرین ټېکنالوجیز، آئی ټی، ای کامرس، تعلیم، سیاحت،شپ بلډنګ،دفاعی صنعت او نورو څانګو كښې د همكارۍ زياتولو لوے ګنجائش دے۔

مزید خبریں