تهران۔4جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني تهران كښې د ايراني پارليمنټ سپيكر ډاكټر قاليباف سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان او ايران ترمينځه د ورورولۍ په اړيكو ٬ دوه اړخيزه مرسته ٬ سيمه ايز امن او استحكام ٬ اسلامي نړۍ ته په پېښو چېلنجونو او د نړيوال امن ودې په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع …
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ايراني سپيكر ډاكټر باقر قاليباف سره ملاقات

مزید خبریں
تهران۔4جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني تهران كښې د ايراني پارليمنټ سپيكر ډاكټر قاليباف سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان او ايران ترمينځه د ورورولۍ په اړيكو ٬ دوه اړخيزه مرسته ٬ سيمه ايز امن او استحكام ٬ اسلامي نړۍ ته په پېښو چېلنجونو او د نړيوال امن ودې په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن د ستر رهبر په شهادت ايراني حكومت ٬ پارليمنټ او اولس سره د زړه له كومي غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل پاکستان د غم په دې سخت وخت كښې خپل ورور هېواد ايران سره ولاړ دے۔ ده ووئيل امن ٬ استحكام او پرمختګ د ګردې منطقې سوكالۍ لپاره زيات اهم دے۔ په دې موقع ايراني سپيكر دې سخت وخت كښې د پاكستان لخوا د يووالي جذبه او مرسته ستائلو سره ووئيل پاكستان تل د ازمېښت په وخت كښې د ايران مخلص او ريښتنې دوست ثابت شوے دے۔ ملاقات كښې ددې عزم پخلے وشو چې پاكستان او ايران به همكارۍ ته وده وركولو سره منطقه كښې امن ٬ استحكام ٬ پرمختګ او په نړيواله كچه مثبت كردار لپاره هڅې روانې ساتي۔








