استنبول۔4جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ډیجیټل او ټیکنالوجی په څانګو كښې د پاكستان او تركيه ترمينځه د دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو په اهميت زور راوړلو سره "ترک سېل" ته پاكستاني ادارو سره د فائيو جي نفاذ ، د نېټ ورک بهترۍ (آپټیمائزېشن)، د اسپیکټرم انتظام، ډیجیټل انفراسټرکچر او د ټېکنالوجۍ منتقلۍ څانګو كښې د اوږدې مودې همكارۍ جاج اغستلو بلنه وركړې ده۔ د خالي په ورځ د …
وزيراعظم شهباز شريف سره د ترك سېل چيف اېګزېكټو آفيسر علي طحه كوچ ملاقات

مزید خبریں
استنبول۔4جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ډیجیټل او ټیکنالوجی په څانګو كښې د پاكستان او تركيه ترمينځه د دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو په اهميت زور راوړلو سره “ترک سېل” ته پاكستاني ادارو سره د فائيو جي نفاذ ، د نېټ ورک بهترۍ (آپټیمائزېشن)، د اسپیکټرم انتظام، ډیجیټل انفراسټرکچر او د ټېکنالوجۍ منتقلۍ څانګو كښې د اوږدې مودې همكارۍ جاج اغستلو بلنه وركړې ده۔ د خالي په ورځ د تركيه دورې په مهال د ترك سېل چيف اېګزېكټو آفيسر علي طحه كوچ وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات وكړو۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د ډیجیټل او ټیکنالوجی په څانګو كښې د پاكستان او تركيه ترمينځه د دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو په اهميت زور راوړو۔ ده د پاكستان – تركيه ډيجيټل كورېډور جوړولې حوالې سره د حكومت د وژن ذكر وكړو چې مقصد يۍ سيمه ايزې ډيجيټل رابطې مضبوطول ٬ د پولې پورې غاړه د محفوظ ډېټا تبادله آسانول او د ډيجيټل انفراسټركچر انضمام ته وده وركول دي۔ وزیراعظم ترک سېل ته پاکستانی ادارو سره د اوږدې مودې مرستې جاج اغستلو بلنه وركړه۔ په دې كښې د فائيو جي نفاذ ، د نېټ ورک بهتري (آپټیمائزېشن)، د اسپیکټرم انتظام، ډیجیټل انفراسټرکچر او د ټېکنالوجۍ منتقلي شامل ده۔ وزير اعظم د شفاف او سرمايه كار دوست كاروباري چاپېريال په ځاې ساتلو حكومتي عزم پخلے وكړو۔ علی طحه کوچ د پاكستاني حكومت ډيجيټل بدلون ايجنډې ستائنه وكړه او ټېلی کمیونیکېشن، ډیجیټل انفراسټرکچر او رامخې ته كېدونكي ټېكنالوجيز كښې د همكارۍ موقعې لټولو كښې يۍ د ترك سېل ژوره خوښي ښكاره كړه۔ ده اړوندو پاكستاني همكارانو سره په ګډه كار كولو له د كمپنۍ د عزم پخلے وكړو۔










