د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د اوياك چيف اېګزېكټو سره ملاقات ٬ په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔4جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارخه وزير اسحاق ډار د پاکستان۔ ترکیه بزنس کنفرنس په موقعه د اویاک جي اېم او سي اي او پروفېسر ډاکټر مرات یالچنتاش  سره ملاقات وكړو۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر  له مخې د ملاقات په مهال د پاكستان او تركيه ترمينځه سرمايه كارۍ ته په وده وركولو ٬ د صنعتي همكارۍ په لا مستحكمولو او د ستراتيجيكي اقتصادي هكمارۍ نوې …

اسلام آباد۔4جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارخه وزير اسحاق ډار د پاکستان۔ ترکیه بزنس کنفرنس په موقعه د اویاک جي اېم او سي اي او پروفېسر ډاکټر مرات یالچنتاش  سره ملاقات وكړو۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر  له مخې د ملاقات په مهال د پاكستان او تركيه ترمينځه سرمايه كارۍ ته په وده وركولو ٬ د صنعتي همكارۍ په لا مستحكمولو او د ستراتيجيكي اقتصادي هكمارۍ نوې موقعو په لټولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ډاکټر مرات یالچنتاش او د هغه پلاوي د پاكستان معاشي پرمختګ او اقتصادي استحكام ستائلو سره هېواد كښې سرمايه كارۍ كولو كښې ژوره خوښي ښكاره كړه۔ په ملاقات كښې د بحري چارو وفاقي وزير ٬ د توان وفاقي وزير ٬ د پټروليم وفاقي وزير ٬ د نجكارۍ وفاقي وزير ٬ د آئي ټي وفاقي وزير او په تركيه كښې د پاكستان سفير هم موجود و۔ دواړو اړخونو د پاكستان او تركيه ترمينځه اقتصادي او تجارتي همكارۍ ته د لا پراختيا وركولو عزم تكرار كړو۔