وزيراعظم سره په استنبول كښې د تركيه د نوموړو کاروباری ډلو او صنعتي تنظيمونو اعلی عهدېدارانو ملاقاتونه

استنبول۔4جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان او تركيه ترمينځه غېر معمولي اړيكې په پياوړې اقتصادي او د سرمايه كارۍ همكارۍ كښې د بدلولو په اهميت زور راوړلو سره ترک کمپنیو ته په پاكستان كښې د توان ٬ كان كنۍ او معدنيات ٬ انفراسټركچر ٬ مېري ټائم ولاجسټكس ٬ آئي ټي ٬ ټېلي كميونيكېشن ٬مېنو فېكچرنګ ٬ كركيلې او نجكارۍ په شمول بېلو ترجيحي څانګو كښې د سرمايه كارۍ …

استنبول۔4جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان او تركيه ترمينځه غېر معمولي اړيكې په پياوړې اقتصادي او د سرمايه كارۍ همكارۍ كښې د بدلولو په اهميت زور راوړلو سره ترک کمپنیو ته په پاكستان كښې د توان ٬ كان كنۍ او معدنيات ٬ انفراسټركچر ٬ مېري ټائم ولاجسټكس ٬ آئي ټي ٬ ټېلي كميونيكېشن ٬مېنو فېكچرنګ ٬ كركيلې او نجكارۍ په شمول بېلو ترجيحي څانګو كښې د سرمايه كارۍ دائره كار پراخا كولو بلنه وركړې ده۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سره په استنبول كښې د خالي په ورځ د تركيه د نوموړو کاروباری ډلو او صنعتي تنظيمونو اعلی عهدېدارانو ملاقاتونه وكړل په كومو كښې چې اقتصادي همكاري مضبوطولو او د معيشت په بنيادي څانګو كښې د تركيه نورې سرمايه كارۍ راغب كولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړے شو۔