اسلام آباد۔4 جولائی(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری خپل امريكائي همڅنګ صدر ډونلډ ټرمپ او امريكائي اولس له د آزادۍ 250 كلونو بشپړ كېدو په موقعه د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د امريكائي صدر په نامه د مباركۍ خپله چيټۍ كښې ووئيل امریکا خپل قوت ، جدت، آزادۍ، …
د صدر آصف علی زرداری خپل امريكائي همڅنګ ډونلډ ټرمپ او امريكائي اولس له د آزادۍ ورځې مباركي
اسلام آباد۔4 جولائی(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری خپل امريكائي همڅنګ صدر ډونلډ ټرمپ او امريكائي اولس له د آزادۍ 250 كلونو بشپړ كېدو په موقعه د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د امريكائي صدر په نامه د مباركۍ خپله چيټۍ كښې ووئيل امریکا خپل قوت ، جدت، آزادۍ، جمهوریت او د مساوي موقعو په څير بنيادي اقدارو سره د مضبوط تړون روايت پرله پسې مخ په وړاندې بيايي۔ صدر مملكت ووئيل د پاكستان او امريكا ترمينځه پخوانۍ اړيكې په شريك باور ٬ احترام ٬ ګټو او امن ٬ سلامتيا او سوكالۍ ته د ودې وركولو په ګډ عزم ولاړې دي۔ ده ووئيل دوه اړخيزه اړيكې په مثبت جهت كښې مخ په وړاندې روانې دي۔ صدر مملكت ددې سرعت برقرار ساتلو له د توان د باور وړ رسنې ٬ تجارت ٬سرمايه كارۍ ٬ دفاع ٬ د ترهګرۍ مخنيوي او د شريكې خوښې په نورو څانګ كښې د نزدې او منظمې همكارۍ روانې ساتلو په اهميت زور راوړو۔ صدر مملکت ووئيل يوه مضبوط پاك امريكا همكاري سيمه ايز امن او سلامتيا كښې مهم كردار لري د كومې اهميت چې تېر كال مئي كښې هغه مهال ثابت شو كله چې ټرمپ د دوه اتومي رياستونو ترمينځه جنګ بندۍ كښې ثالثي وكړه۔ ده ايران سره مذاكراتو لپاره د پاكستان د د ثالثۍ په كردار د امريكا د باور ستائنه وكړه۔ صدر مملکت باور څرګند كړو چې يو تلپاتے حل يوازدې د مذاكراتو ٬ سفارتكارۍ او تاؤ تريخوالي كښې د كمي د لارې ترلاسه كېدې شي۔ صدر آصف علی زرداری د پاكستاني اولس لخوا صدر ټرمپ ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔








