اسلام آباد۔4جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف شهيد آيت اے سيد علي خامنه اي ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د ايران په شمول په ګرده منطقه د شهيد ستر رهبر آيت اے سيد علي خامنه اي د بصيرت او پوهې قيادت ژور اثرات به راتلونكي نسلونه ياد ساتي۔ د خالي په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل ما د ايران ارواښاد ستر لارښود سيد علي …
د ايران په شمول په ګرده منطقه د شهيد ستر رهبر آيت اے سيد علي خامنه اي د بصيرت او پوهې قيادت ژور اثرات به راتلونكي نسلونه هم ياد ساتي: وزيراعظم
اسلام آباد۔4جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف شهيد آيت اے سيد علي خامنه اي ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د ايران په شمول په ګرده منطقه د شهيد ستر رهبر آيت اے سيد علي خامنه اي د بصيرت او پوهې قيادت ژور اثرات به راتلونكي نسلونه ياد ساتي۔ د خالي په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل ما د ايران ارواښاد ستر لارښود سيد علي خامنه اي د جنازې مراسمو كښې ګډون كولو سره د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د ايران حكومت او ورور ايراني اولس سره غمرازي او خواخوږي ښكاره كړه۔ وزیر اعظم ووئيل ايراني اولس سره د يووالي څرګندونې له ما سره د لوړې كچې يو پلاوې هم موجود و په كوم كښې چې نائب وزیراعظم اسحاق ډار، فیلډ مارشل سید عاصم منیر، مشران پارليماني غړي، وفاقي وزيران او اعلی سركاري چارواكي شامل وو۔ ده ووئيل د يو ورور ګاونډي هېواد په حېث پاكستان د غم په دے سخت وخت كښې ايران سره يو برابر ولاړ دے۔








