جده 03 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په جده كښې د مکه ريجن لنډ مهاله ګورنر شهزاده سعود بن مشعل بن عبدالعزيز سره وليدل۔ د جده ګورنر شهزاده سعود بن عبدالله بن جلوي، د طائف ګورنر شهزاده سعود بن نهار بن سعود او د شاهي كورنۍ شخصيات هم په دې موقع موجود وو۔د ملاقات په مهال محسن نقوي د پاك سعوديه د تاريخي و …
وفاقي وزير محسن نقوي د مکه ريجن لنډ مهاله ګورنر شهزاده سعود بن مشعل بن عبدالعزيز سره وليدل
جده 03 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په جده كښې د مکه ريجن لنډ مهاله ګورنر شهزاده سعود بن مشعل بن عبدالعزيز سره وليدل۔ د جده ګورنر شهزاده سعود بن عبدالله بن جلوي، د طائف ګورنر شهزاده سعود بن نهار بن سعود او د شاهي كورنۍ شخصيات هم په دې موقع موجود وو۔د ملاقات په مهال محسن نقوي د پاك سعوديه د تاريخي و د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ محسن نقوي د عمره او حج لپاره په بهترين انتظامات د مكه ريجن د لنډ مهاله ګورنر خاص مننه وكړه۔ د سعودي ګورنر محسن نقوي سره په ملاقات كښې پاکستان سره اړيكو ته ډېر اهميت وركولو سره د هر ډول مرستې د عزم پخلے وكړو۔










