د وزيراعظم سره د خپل پلاوي د آيت خامنه اي شهيد د جنازې مراسمو كښې ګډون ٬ ايراني مشرتابه او غمجنې كورنۍ سره غمرازي

اسلام آباد۔3جولائی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف، نائب وزيراعظم٬ د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار، د پوځ او دفاعي ځواکونو مشر فيلډ مارشل سيد عاصم منېر او پاکستان پلاوي د ايران د ستر رهبر آيت اے خامنه اي د جنازې په مراسمو کښې ګډون وکړو٬ دا مراسم د تهران په ګرېنډ امام خمېني مصلا کښې ترسره شول۔ وزيراعظم، نائب وزيراعظم او فيلډ مارشل د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان، …

اسلام آباد۔3جولائی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف، نائب وزيراعظم٬ د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار، د پوځ او دفاعي ځواکونو مشر فيلډ مارشل سيد عاصم منېر او پاکستان پلاوي د ايران د ستر رهبر آيت اے خامنه اي د جنازې په مراسمو کښې ګډون وکړو٬ دا مراسم د تهران په ګرېنډ امام خمېني مصلا کښې ترسره شول۔ وزيراعظم، نائب وزيراعظم او فيلډ مارشل د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان، د ايران د پارلمان سپيكر قاليباف، د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي او لوړ پوړو ايراني چارواکو سره ملاقات وكړو او د پاکستان د ملت په استازيتوب يې شهيد آيت اے خامنه اي ته پېروزئنې وړاندې كولو سره غمرازي وكړه۔ دوئي د غم په دې سخت وخت كښې ورور ايراني اولس سره د پاكستان لخوا د بشپړه يو والي څرګندونه هم وكړه۔ وزیراعظم او پاکستانی پلاوي شهید آیت اے خامنه ای لپاره د لوړو درجو دعا وكړه۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق، وفاقی وزیر عطاء تارړ، د پي پي پي چیئرمېن بلاول بھټو زرداری، عمومي سېكرټري نیئر حسین بخاری، د سندھ وزير اعلی مراد علی شاہ او پارليماني غړي هم وزيراعظم سره وو