اسلام آباد۔3جولائی(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال سره په جنېوا كښې د انډونېزيا خپل همڅنګ ملاقات وكړو په كوم كښې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د روغتيا په څانګه كښې په همكارۍ او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د روغتيا وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د پاکستان او انډونیشیا ترمېنځه د روغتيا په څانګو كښې …
د روغتيا وفاقي وزير سره جنېوا كښې د انډونېزيا خپل همڅنګ ملاقات
اسلام آباد۔3جولائی(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال سره په جنېوا كښې د انډونېزيا خپل همڅنګ ملاقات وكړو په كوم كښې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د روغتيا په څانګه كښې په همكارۍ او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د روغتيا وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د پاکستان او انډونیشیا ترمېنځه د روغتيا په څانګو كښې د همكارۍ په لا مضبوطولو اتفاق وكړے شو۔ دواړو لارښودو په دې خبره زور راوړو چې پاكستان او انډونېزيا يو بل سره د ورورولۍ پياوړې اړيكې لري كومې چې د روغتيا په څانګه كښې لا پراخه كېدې شي۔ د روغتيا وزير مصطفیٰ کمال په پاكستان كښې په ځايي كچه د وېكسين جوړول ضروري ګرځولو سره ووئيل حکومت د وېکسین جوړولو قومي صلاحيت زياتولو له اقدامات كوي۔ ده ووئيل دې مقصد لپاره انډونيزيا د پاكستان يو مهم او د باور وړ همكار هېواد دے او پاكستان د انډونېزيا عصري ټېكنالوجي او تجربو څخه بشپړه استفاده كول غواړي۔ د انډونېزيا د روغتيا وزير باور وركړو چې زمونږ هېواد به وېكسين جوړولو ٬ د ټېكنالوجۍ منتقل كولو او د كار استعداد زياتولو كښې پاكستان سره هره ممكنه مرسته كوي۔ دواړو لارښودو د دې عزم پخلے هم وكړو چې د دواړو هېوادونو اولس ته عصري ٬ معياري او مؤثره طبي آسانۍ وركولو له به په ګده كار روان ساتلې شي











