د صدر مملكت آصف علي زرداري د بېلاروس مشرتابه له د آزادۍ ورځې مباركي

اسلام آباد۔3جولائی (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د بېلاروس صدر الېګزېنډر لوكاشنينكو او اولس له د آزادۍ ورځې مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د مباركۍ خپل پیغام کښې صدر مملكت وویل د منسک د آزادۍ دا تاریخي ورځ د بېلاروس د خلکو د زړورتیا او ټینګ عزم  یادګار ده۔ هغه وویل چې دا ورځ د سولې، …

اسلام آباد۔3جولائی (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د بېلاروس صدر الېګزېنډر لوكاشنينكو او اولس له د آزادۍ ورځې مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د مباركۍ خپل پیغام کښې صدر مملكت وویل د منسک د آزادۍ دا تاریخي ورځ د بېلاروس د خلکو د زړورتیا او ټینګ عزم  یادګار ده۔ هغه وویل چې دا ورځ د سولې، ثبات او ملي یووالي په لور د بېلاروس د سفر یو د وياړ وړ علامت حېثيت لري۔ صدر مملكت آصف علي زرداري وویل چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه او همکارۍ اړیکو ته ډیر ارزښت ورکوي چې د متقابل باور او د پرمختګ لپاره د ګډو هېلو په بنسټ ولاړې دي. هغه د متقابلو ګټو په مختلفو برخو کښې د دوه اړخیزو اړیکو د ودې لپاره د پاکستان کلک عزم تكرار كړو۔