د ټيکس نيټ  پراختيا، سپېځلتيا او د ټيکس وركوونكو اسانيو  وركولو ته اېف بي آر اصلاحات كښې پام لرنه كېږي، اېف بي آر كښې د کرپټ عناصرو ځائے نشته۔ د وزيراعظم شهباز شريف د اېف بي آر سينئر افسرانو سره خبري

  اسلام آباد 02 جولائي  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د مالي كال 26-2025 لپاره د تاريخي ريونيو هدف سر كول لويه كاميابي ګرځولو سره وئيلي دي ټيکس نيټ كښې  پراختيا، سپېځلتيا او ټيکس وركونكو  ته  اسانيو وركولو لپاره د اېف بي آر اصلاحات كښې پام لرنه كېږي ، د تيرو دوه نيمو كلونو راهسې روان اصلاحات،ډيجيټائزيشن او د ټيم ورك په سوب اېف بي آر ريکارډ ټيکس …

 

اسلام آباد 02 جولائي  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د مالي كال 26-2025 لپاره د تاريخي ريونيو هدف سر كول لويه كاميابي ګرځولو سره وئيلي دي ټيکس نيټ كښې  پراختيا، سپېځلتيا او ټيکس وركونكو  ته  اسانيو وركولو لپاره د اېف بي آر اصلاحات كښې پام لرنه كېږي ، د تيرو دوه نيمو كلونو راهسې روان اصلاحات،ډيجيټائزيشن او د ټيم ورك په سوب اېف بي آر ريکارډ ټيکس راجمع كولو كښې کامياب شوے،  مالي كال 2025-26 كښې  نزدې 600 اربه روپۍ ټيکس ريفنډز په وخت ادا كولو سره کاروباري ورورولۍ له سهولت او د برآمدات وده كښې مرسته ترلاسه شوي، د ريونيو راجمع كولو سره سره د ټيکس وركوونكو ، کاروباري و صنعتي ورورولۍ له سهوليات وركولو ته بايد پام لرنه اوشي،اېف بي آر كښې د کرپټ عناصرو هيڅ ځائے نشته۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د فيډرل بورډ آف ريونيو سينئر افسرانو سره خبرو كښې وكړه چا چې د وزيراعظم سره ملاقات کولو ۔وزيراعظم په تير مالي كال كښې د 12.957 کھربه روپو محصولات هدف په سر كولو د اېف بي آر افسرانو ستائنه وكړه۔وزيراعظم ووئيل مالي كال 26-2025 لپاره تاريخي ريونيو هدف سر كول لويه كاميابي ده،په دې د اېف بي آر ډلي له مباركي كوم،  ده وئوېل په مالي كال 26-2025 كښې د نزدې 600 اربه روپو د ټيکس ريفنډز په وخت ادا كولو سره کاروباري وروروبلۍ له سهولت او برآمدات زياتولو له مرسته ترلاسه شوي۔وزيراعظم ووئيل د اېف بي آر فيلډ فارميشنز او افسران دې په جذبه كار كولو سره  روان مالي كال كښې 15 کھربه روپو څخه د زيات محصولات هدف سر كړي۔په ښې کارکردګۍ وزيراعظم نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د خزاني وزير محمد اورنګزيب،د خزاني  وزير مملکت بلال اظهر کياني، اټارني جنرل منصور اعوان، چيئرمېن اېف بي آر راشد لنګړيال ، د خزاني سيکرټري امداد الله بوكال، د معاشي ډلي غړو او د اېف بي آر افسرانو کارکردګي وستائيله۔وزيراعظم فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د قانون نافذ کوونكو ادارو ته د قاچاق په مخنيوي او افسرانو له په امنيت وركولو پيرزوئنې وړاندې كړي۔وزيراعظم ووئيل كومو افسرانو چې د هېواد لري پرتو سيمو كښې د خپلو ځانونو پرواه كولو نه غېر د ټيکس او کسټم ډيوټي نفاذ كښې خپل کردار ترسره كړے،د هغوي هڅي د ستائيني وړ دي،اېف بي آر كښې د تيرو دوه نيمو كلونو راهسې روان اصلاحات، ډيجيټائزيشن ته پام لرني كولو او ټيم ورك په سوب اېف بي آر ريکارډ ټيکس راجمع كولو كښې كامياب شوے۔ وزيراعظم ووئيل د اېف بي آر د چارو په مياشت كښې دوه ځله د جاج اخستو غونډو مشري ما پخپله كړي ځكه چې اېف بي آر كښې اصلاحات ته حکومت پام لرنه كوي،مونږ د اېف بي آر فيلډ فارميشنز كښې د ښه شهرت لرونكو افسرانو تعيناتي باوري كړي۔وزيراعظم ووئيل اېف بي آر كښې د کرپټ عناصرو هيڅ ځائې نشته،ريونيو راجمع كولو سره سره د ټيکس وركوونكو ، کاروباري و صنعتي ورورولۍ له سهوليات وركولو ته بايد پام لرنه اوشي۔وزيراعظم ووئيل ټيکس نيټ كښې  پراختيا، سپېځلتيا او ټيکس وركوونكو له سهوليات وركولو ته  اېف بي آر اصلاحات كښې پام لرنه كېږي  ، د اېف بي آر نوې آپريټنګ ماډل به په ډيجيټل او  د لږ نه به لږ انساني مداخلت او په فېس ليس ټيکس نظام اډانه وي۔وزيراعظم د پاکستان کسټمز سروس او ان لينډ ريونيو سروس افسرانو ترقۍ او سروس لا ښه كولو لپاره د اعليٰ پائې کمېټي جوړولو سپارښتنه هم وكړه۔د افسرانو پلاوي اېف بي آر ته په خاص پام لرنه كولو او کارکردګي ستائيلو د وزيراعظم مننه وكړه۔پلاوي وزيراعظم د هېواد بيلو سيمو كښې د فيلډ فارميشنز کارکردګۍ څخه خبر كړو۔وزير اعظم ته ووئيل شول  کراچۍ لارج ټيکس پيئر يونټ د جون 2026ء په مهال 528 اربه روپۍ ريونيو راجمع كړي ، لاهور لارج ټيکس پيئر يونټ د جون 2026ء په مهال 261 اربه روپۍ راجمع كړي،د تير يو كال په مهال په هوائي ميدانونو د  کسټم ډيوټي حجم كښې 21 فيصده زياتوالے راغلے۔ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د خزاني وفاقي وزير محمد اورنګزيب، د خزاني وزير مملکت بلال اظهر کياني، اټارني جنرل منصور اعوان، چيئرمېن اېف بي آر راشد محمود لنګړيال او اړوند اعليٰ سرکاري افسران هم وجود وو۔

مزید خبریں