اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بھټو زرداري امر كړے چې د آزاد جمو و کشمير تر اولس دې د پاکستان پيپلز پارټۍ منشور ورسولې شي۔ د زيارت په ورځ د پي پي پي ميډيا سېل لخوا د جاري بيان له مخې بلاول بھټو زرداري دا خبره د پي پي پي آزاد جمو و کشمير صدر چوهدري ياسين او جنرل سيکرټري فيصل …
د آزاد جمو و کشمير تر اولس دې د پاکستان پيپلز پارټۍ منشور ورسولې شي۔ بلاول بهټو زرداري
اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بھټو زرداري امر كړے چې د آزاد جمو و کشمير تر اولس دې د پاکستان پيپلز پارټۍ منشور ورسولې شي۔ د زيارت په ورځ د پي پي پي ميډيا سېل لخوا د جاري بيان له مخې بلاول بھټو زرداري دا خبره د پي پي پي آزاد جمو و کشمير صدر چوهدري ياسين او جنرل سيکرټري فيصل ممتاز راټھور سره په ملاقات كښې كړې۔ بلاول بھټو زرداري ته په دې موقع د پي پي پي آزاد جمو و کشمير د انتخابي كمپائن چمتوالي په اړه بريفنګ وركرے شو۔ په دې موقع ده ووئيل د آزاد جمو و کشمير اولس زما زړه ته نزدې دے٬ زه به د آزاد جمو و کشمير د انتخابي كمپائن په لړ كښې هرې ضلعې ته ځم٬ د کشمير مسئلې بنياد پاکستان پيپلز پارټۍ اېښودے ٶ٬ ما د ګردې نړۍ په وړاندې د كشمير مقدمه وړاندې كړې ۔ ده ووئيل د کشميريانو د مسئلو حل لپاره پپيلز پارټي دوي سره ولاړه ده٬ ده ووئيل د انتخابي كمپائن په لړ كښې دې اولس سره د رابطو عمل ګړندے كړے شي او د آزاد جمو و کشمير تر اولس دې د پاکستان پيپلز پارټۍ منشور ورسولې شي۔










