اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف به د 3 نه تر 5 مې جولائي د ايران ترکیه سرکاري دوره كوي۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسین اندرابی د زيارت په ورځ پرېس بریفنګ كښې ووئيل د دورې په مهال به نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار، نورو وفاقي وزيرانو پشمول اعلیٰ چارواكي هم د وزیراعظم سره وي۔وزیراعظم محمد شهباز شریف به د ایران …
وزیراعظم شهباز شریف به د 3 نه تر 5 جولائي د ايران او ترکیې سرکاری دوره كوي ۔ د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف به د 3 نه تر 5 مې جولائي د ايران ترکیه سرکاري دوره كوي۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسین اندرابی د زيارت په ورځ پرېس بریفنګ كښې ووئيل د دورې په مهال به نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار، نورو وفاقي وزيرانو پشمول اعلیٰ چارواكي هم د وزیراعظم سره وي۔وزیراعظم محمد شهباز شریف به د ایران ارواښاد سپریم لیډر آیت اللہ سید علی خامنه د جنازے مونځ او خاورو ته سپارلو كښې ګډون لپاره ايران ته ځي۔ وزیراعظم به د پاکستاني اولس او حكومت د اړخه د ایران قيادت او غمجني كورنۍ سره غمرازي كوي او په دې غم كښې به د ايران وګړو سره د پاكستان د يووالي څركندونه كوي۔دې نه پس به وزیراعظم د ترکیې صدر رجب طیب اردوان په بلنه استنبول ته ځي چرته به چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخستلے شي او دوه اړخيزه تجارت او سرمایه كارۍ ودي ته به پام لرنه كولې شي۔ دواړه لارښود به د سيمه ايز امن او سلامتيا په چارو هم د خيالاتو څړګندونه كوي۔ استنبول كښې د خپلې دورې په مهال به وزیراعظم بزنس کانفرنس ته هم وينا كوي چې مقصد ئې خصوصی اقتصادي زونز، توان ، انفارمېشن ټیکنالوجی (آئي ټي) او نجکارۍ پشمول په ترجیحی څانګو كښې د پاکستان د تجارت او سرمایه كارۍ موقعې رامخې ته كوي۔په دې کنفرنس كښې به د ترکیې نوموړي کاروباري شخصیات او سرمایه کارو نه علاوه اعلیٰ سرکاري چارواكي او نور معززين ګډون كوي۔ د ایران او ترکیې دا دورې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تاریخی، كلتوري او ورورولۍ اړيكو عکاسي کوي۔











