اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي لوبې په ټولنه كښې مثبت سوچ او سپورټس مين سپرټ ته په ودې وركولو كښې مهم كردار لوبوي، سپورټس جرنلسټس د لوبو هلې ځلې په ذمه واره او وظيفائي ډول تر اولس رسولو كښې كليدي كردار لوبوي٬ د دوي خېرښګرې٬ بهترۍ او د سپورټس جرنلزم ودې لپاره په وړاندې كړے شوو تجويزونو …
لوبې په ټولنه كښې مثبت سوچ او سپورټس مين سپرټ ته ودې وركولو كښې مهم كردار لوبوي۔ د وفاقي وزير عطاء الله تارړ د “ورلډ سپورټس جرنلسټس ډے” دستورې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي لوبې په ټولنه كښې مثبت سوچ او سپورټس مين سپرټ ته په ودې وركولو كښې مهم كردار لوبوي، سپورټس جرنلسټس د لوبو هلې ځلې په ذمه واره او وظيفائي ډول تر اولس رسولو كښې كليدي كردار لوبوي٬ د دوي خېرښګرې٬ بهترۍ او د سپورټس جرنلزم ودې لپاره په وړاندې كړے شوو تجويزونو به په حكومتي كچه هر ډول ممكن عملدرامد كولې شي۔ د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې د “ورلډ سپورټس جرنلسټس ډے 2026” په موقع دستورې او د پېنډۍ اسلام آباد سپورټس جرنلسټس ايسوسي ايشن (رسجا) د نوو ټاكلے شوو عهديدارو د سوګند پورته كولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل سپورټس زما زړه ته ډېر نزدے دے٬ زما وژن ٶ چې كه سپورټس جرنلسټس ته شناخت ورنكړے شي نو په دې څانګه كښې ځوانانو او نوو خبريالانو لپاره به كوم تحريك او ترغيب به پاتې نشي۔ ده ووئيل دا محنت طلب څانګه ده چې پكښې فيلډ رپورټنګ هم كول وي او د ټولو هلو ځلو رسمي رېكارډ هم ساتل وي ۔ ده ووئيل د خبريالانو ډاډګيرنې لپاره سپورټس جرنلسټس ايوارډ مهم دے ۔ دا خبره د خوشحالۍ سبب ده چې په موجوده دور كښې خبريال محي شاه ته تمغه امتياز وركړے شوے٬ دا اعزاز د ګرد هېواد سپورټس جرنلسټس لپاره د وياړ خبره ده۔ ده د سپورټس جرنلزم ودې لپاره د يوې كمېټۍ په جوړولو زور راوړو۔ وفاقي وزير ووئيل د سپورټس جرنلسټس خېرښګرې٬ بهترۍ او د سپورټس جرنلزم ودې لپاره په وړاندې كړو تجويزونو به په حكومتي كچه هر ډول ممكن عملدرامد كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل پي ټي وي سپورټس د پاکستان يوازنې چېنل دے كوم چې د فيفا ورلډ کپ نېغ په نېغه خپروي، دا اقدام د ځوانانو ډاډ او د صحت مندو هلو ځلو ودې لپاره پورته كړے دے۔ ده خبريالانو له باور وركړو چې د سپورټس جرنلزم په اړه چې كوم تجويزونه وركړې شي د ھغې پورا كولو لپاره به هڅې كولې شي،ده ووئېل د سپورټس جرنلزم ودې په اړه به خبريالان ما لكه د تل د ځانه يو قدم وړاندې ويني۔ په دې موقع وفاقي وزير د راولپېنډي اسلام آباد سپورټس جرنلسټس ايسوسي ايشن (رسجا) نوو ټاكلے شوو عهديدارو څخه سوګند واخست او د رسجا نوې باډۍ خپلې ذمه وارۍ په رسمي توګه پغاړه واخستې۔ په دې موقع وفاقي وزير عهديدارو له مباركي وركړه ۔ د دې نه وروستو د ورلډ سپورټس جرنلسټس ډے په حواله وفاقي وزير كېك هم پرې كړو۔ د دې نه وړاندې سينئر سپورټس جرنلسټس محي شاه د وفاقي وزير عطاء الله تارړ هركلي كولو سره ووئيل د تېرو 40 كالو راهسې رسجا په دې نړيواله ورځ خاص دستورې كوي۔ ده د سپورټس جرنلسټس په توګه په تمغه امتياز ترلاسه كېدو د پاكستان د حكومت مننه وكړه۔








