اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف څلورو واړو صوبو ، ګلګت بلتستان او آزاد جمو و کشمیر كښې د دانش سکولونو جوړولو كار زره د بشپړولو امر كولو سره ووئيل چې دانش سکول او دانش يونيورسټي انتهائي اهم قامي اثاثه ده، ګرد هېواد كښې دانش سکولونه او په اسلام آباد كښې د دانش يونيورسټۍ جوړول د قام ځالانده سباون لپاره بهترين سرمايه كاره ده۔ د …
وزيراعظم محمد شهباز شريف څلورو واړو صوبو، ګلګت بلتستان او آزاد جمو و کشمير كښې د دانش سکولونو جوړولو كار زره د بشپړولو امر وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف څلورو واړو صوبو ، ګلګت بلتستان او آزاد جمو و کشمیر كښې د دانش سکولونو جوړولو كار زره د بشپړولو امر كولو سره ووئيل چې دانش سکول او دانش يونيورسټي انتهائي اهم قامي اثاثه ده، ګرد هېواد كښې دانش سکولونه او په اسلام آباد كښې د دانش يونيورسټۍ جوړول د قام ځالانده سباون لپاره بهترين سرمايه كاره ده۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه په هېواد كښې د دانش سکولونو او دانش يونيورسټۍ جوړولو په اړه د جاج غونډې مشرۍ په مهال كړې٬ په غونډه كښې وفاقي وزيران اعظم نذير تارړ، احسن اقبال، عطاء الله تارړ، خالد مقبول صديقي او د اړوند ادارو اعليٰ افسرانو ګډون كولو۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف څلورو واړو صوبو ، ګلګت بلتستان او آزاد جمو و کشمیر كښې د دانش سکولونو جوړولو كار زره د بشپړولو امر وكړو، د دانش سکولونو ډيزائن سيمه ايز كلتور سره همكاره پكار دے، د دانش سکولونو او په يونيورسټۍ كښې تدريسي او د نورې عملے بهتري بېخي په مېرټ دې وكړې شي۔ وزيراعظم د دانش سکولونو جوړولو په اړه په تېز پېشرفت د تعليم وزير د ډلې ډاډګيرنه وكړه۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته په خېبر پښتونخوا، سندھ، بلوچستان، ګلګت بلتستان، آزاد جمو و کشمير او په اسلام آباد كښې د 27 دانش سکولونو او په اسلام آباد كښې د دانش يونيورسټۍ جوٶلو د پيشرفت په اړه خبر كړې شو۔ غونډې ته ووئيل شول چې په اسلام آبادي كښې د كري دانش سکول جوړېدل بشپړ شوي دي او په سکول كښې د تدريس پېل شوے دے٬ باغ، بھمبر، سلطان آباد، ګانچھے او استور كښې د دانش سکولونو تعمير بشپړېدو ته نزدې دے او په اپريل 2027 كښې به کلاسز پېل شي، دانش يونيورسټۍ كښې د تدريسي عملے د بھرتۍ عمل پېل شوے دے، دانش يونيورسټي كښې به په 2027 كښې کلاسز پېل شي او ګرد هېواد په خاص توګه د پسمانده سيمو څخه به د مېرټ په بنياد زده كوٶنكو ته داخله وركولې شي۔








