د پاكستان اصل طاقت ايټم بم نه ځوانان دي،په ځوانانو سرمايه كاري كول د روښانه سباؤن ضمانت دے۔  د وفاقي وزير احسن اقبال د اوورسيز پاكستانيز سمر سكالرز پروګرام  پرانستي دستوري ته وينا

  اسلام آباد 01 جولائي  (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي د پاكستان اصل طاقت ايټمي پروګرام نه بلكه صلاحيت لرونكي ځوانان دي،د قامونو حقيقي پرمختګ معدني وسائلو سره نه بلكه انساني وسائل، معياري تعليم، جديد پوهو او د پاليسيو تسلسل سره تړلې وي،سباؤن د هغه قامونو وي كوم چې په خپلو ځوانانو سرمايه كاري كوي۔ده دا خبري د …

 

اسلام آباد 01 جولائي  (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي د پاكستان اصل طاقت ايټمي پروګرام نه بلكه صلاحيت لرونكي ځوانان دي،د قامونو حقيقي پرمختګ معدني وسائلو سره نه بلكه انساني وسائل، معياري تعليم، جديد پوهو او د پاليسيو تسلسل سره تړلې وي،سباؤن د هغه قامونو وي كوم چې په خپلو ځوانانو سرمايه كاري كوي۔ده دا خبري د شورو په ورځ اړان پاكستان ’’مټي كي پكار‘‘ اوورسيز پاكستانيز سمر سكالرز پروګرام  2026  افتتاحي دستوري ته وينا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل دې پروګرام لپاره د نړۍ 54 هېوادونو څخه نزدې  دوه زره درخواستونه ترلاسه شوي،زيات سپېځلي او په ميرټ اډانه انتخابي عمل نه پس د نړۍ 150 نوموړو پوهنتونونو څخه 45 غير معمولي اوورسيز پاكستاني زدكوونكي منتخب شوي،وفاقي وزير  منتخب سكالرز له مباركي وركولو سره ووئيل تاسو د يوي سختي مقابلې څخه په تيريدو  دې ځائې ته رارسيدلي۔ احسن اقبال ووئيل په دوو مياشتو مشتمل دا پروګرام اوورسيز پاكستاني زدكوونكو له د پاكستان بيلو قامي ادارو كښې د عملي تجربو ترلاسه كولو، د پاليسي جوړولو عمل نزدې څخه د ليدلو او  د هېواد په پرمختګ كښې د خپل كردار ترسره كولو موقع وركوي،سږ كال د پروګرام يو منفرد خصوصيت دا هم دے چې د پاكستان زدكوونكو سره د بنګله دېش، انډونيزيا او قازقستان څخه تعلق لرونكي درې غير ملكي سكالران هم په دې كښې شريك دي كوم چې د دې پروګرام د نړيوال اهميت او زياتي شوي نړيوالي ستائنې ښكاره ثبوت دے

مزید خبریں