اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د موسمي بدلونونو خطرو مخنيوي لپاره او په وفاقي او صوبائي كچه موثره او كوټلي مرسته ضروري ګرځولو سره د پشكال موسم له د وړاندې څخه چمتوالي نيولو لپاره د موسمياتي بدلون وفاقي وزير او اين ډي اېم اے چيئرمين ته د ټولو صوبو پشمول د آزاد كشمير و ګلګت بلتستان هنګامي دورې كولو سپارښتنه وكړه۔د وزيراعظم آفس ميډيا …
وزيراعظم د موسمياتي بدلون وفاقي وزير او د اين ډي اېم اے چيئرمېن ته د ټولو صوبو پشمول د آزاد كشمير و ګلګت بلتستان د ناڅاپي دورې كولو سپارښتنه، د موسمي بدلونونو خطرو مخنيوي لپاره په وفاقي او صوبائي كچه موثره او كوټلي مرستي ته اړټيا ده۔شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د موسمي بدلونونو خطرو مخنيوي لپاره او په وفاقي او صوبائي كچه موثره او كوټلي مرسته ضروري ګرځولو سره د پشكال موسم له د وړاندې څخه چمتوالي نيولو لپاره د موسمياتي بدلون وفاقي وزير او اين ډي اېم اے چيئرمين ته د ټولو صوبو پشمول د آزاد كشمير و ګلګت بلتستان هنګامي دورې كولو سپارښتنه وكړه۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پشكال سيزن د وړاندې څخه چمتوالي او موسمياتي بدلون و ماحولياتي خطرو مخنيوي لپاره د جاج اخستو غونډه د شورو په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف،د خزاني وفاقي وزير محمد اورنګزيب، د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال،د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ، د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اويس احمد لغاري، د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملك، د انفارمېشن ټيكنالوجي وفاقي وزيري شزا فاطمه ، د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ، د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار رانا ثناء الله، وزير مملكت اظهر بلال كياني، د اين ډي اېم اے چيئرمېن ، د واپډا چيئرمېن او ټولو صوبو چيف سيكرټريز او نورو اړوندو سركاري ادارو عهديدارو ګډون وكړو۔غونډي ته خپله وينا كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلونونو ناوړه اثراتو له امله ځپليو هېوادونو كښې شامل دے، د موسمي بدلون په قامي كچه د خطرو مخنيوي لپاره په وفاقي او صوبائي كچه موثره او كوټلي مرستي ته اړتيا ده۔ده د موسمياتي بدلون وفاقي وزير او اين ډي اېم اے چيئرمين ته د ټولو صوبو پشمول آزاد كشمير و ګلګت بلتستان د هنګامي دورې كولو سپارښتنه وكړه دغسې چې د پشكال نه وړاندې چمتوالے ونيولے شي۔ده د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير په مشرۍ كښې د اين ډي اېم اے او نورو اړوندو وفاقي وزارتونو باندې مشتمله ايمرجنسي رسپانس كمېټي د جوړولو سپارښتنه وكړه كومه به چې د اړوندو صوبائي ادارو سره عملي مرستي لپاره كار كوي۔ د وزيراعظم په سپارښتنه ايمرجنسي رسپانس كمېټي به اوونيز ملاقاتونه كوي۔ده سپارښتنه وكړه چې د خزاني وفاقي وزير به ايمرجنسي رسپانس كمېټۍ كښې د پشكال ممكنه تباهۍ په صورت د هنګامي فنډ جوړولو له د وړاندې څخه چمتوالے بشپړوي۔ وزيراعظم ووئيل د غير ملكي ادارو مالي معاونت ترمخه بايد منصوبې هم د قامي و ځائې ادارو استعداد زياتولو له استعمال شي۔ وزيراعظم ووئيل د قامي ابي تحفظ و سلامتيا لپاره وفاقي حكومت سږ كال بجټ كښې د اوبو منصوبو زر بشپړولو له 330 اربه روپۍ زياتي بيلي كړې دي ۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د تير وخت تجربو په رڼا كښې سږ كال د پشكال سيزن كښې ممكنه سېلابي صورتحال او د خطرو مخنيوي لپاره كوټلي اقدامات سره تګلاره ترتيب كړي،ټولي صوبي دې په ځائې كچه د خطرو سره مخ ضلعو كښې د سېلاب ممكنه لارو كښې د تجاوزات او نورو مسئلو د وړاندې څخه موثره حل باوري كړي۔په غونډه كښې د اين ډي اېم اے چيئرمېن سږ كال د پشكال د وړاندې څخه د چمتوالي نيولو او د ممكنه بارانونو او سېلابي صورتحال او موسمياتي بدلون په رحجان بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم ته اين ډي ايم اے بريفنګ كښې ووئيل ټوله نړۍ كښې سږ كال د ګرمۍ شدت او د غيرمعمولي موسمياتي بدلون امكانات واضحه دي، پاكستان كښې هم د ګرمۍ شدت زيات دے او په جولائي مياشت كښې غير معمولي بارانونه متوقع دې د كومو لپاره چې مجوزه تګلاري ترمخه پكار ټول انتظامات كيږي۔ په غونډه كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف د موسمي بدلونونو خطرو مخنيوي لپاره او په وفاقي او صوبائي كچه موثره او كوټلي مرسته ضروري ګرځولو سره د پشكال د وړاندې څخه چمتوالي نيولو لپاره د موسمياتي بدلون وفاقي وزير او اين ډي اېم اے چيئرمين ته د ټولو صوبو پشمول د آزاد كشمير و ګلګت بلتستان د هنګامي دورې كولو سپارښتنه وكړه










