د سېنېټ چيئرمېن د كاهنه ټيوشن سينټر پېښه كښې د حق رسيدليو ماشومانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد 01 جولائي  (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني  د كاهنه ټيوشن سينټر په پېښه د غم دړد او افسوس څرګندوني سره د حق رسيدلو  كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔د سېنېټ سيكرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ده ووئيل دې پېښې ټول قام غمجن كړے او قام د ځپليو كورنيو په غم كښې شريك دے۔ده دعا اوكړه چې لوي څښتن دې په حق …

اسلام آباد 01 جولائي  (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني  د كاهنه ټيوشن سينټر په پېښه د غم دړد او افسوس څرګندوني سره د حق رسيدلو  كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔د سېنېټ سيكرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ده ووئيل دې پېښې ټول قام غمجن كړے او قام د ځپليو كورنيو په غم كښې شريك دے۔ده دعا اوكړه چې لوي څښتن دې په حق رسيدلو له د خپل رحم په پلو كښې ځائے او غمجنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔ ده د ژوبل كسانو زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن د دې پېښې په تناظر كښې د تعليمي ادارو د ودانيو په حفاظتي معيار په سختۍ سره د عمل درآمد په حاجت زور راوړو ۔ ده ووئيل اړوندي اداري دې د ودانيو حفاظتي انتظامات پله پسې جاج واخلي  او سباؤن كښې د داسې پېښو مخنيوي لپاره دې مؤثر اقدامات وكړے شي

مزید خبریں