اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو ښېګړې لپاره په روانو پروژو او اقدامات كښې د لا تندۍ راوستلو سپارښتني سره وئيلي دي بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيان د قام قيمتي اثاثه ده او هغوي په خپل محنت سره په پیسه ګټلو قيمتي زر مباردله پاكستان ته راليږي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې …
وزيراعظم شهباز شريف بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو ښېګړې لپاره روانو پروژو او اقدامات كښې د لا ګړندي والي راوستو سپارښتنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو ښېګړې لپاره په روانو پروژو او اقدامات كښې د لا تندۍ راوستلو سپارښتني سره وئيلي دي بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيان د قام قيمتي اثاثه ده او هغوي په خپل محنت سره په پیسه ګټلو قيمتي زر مباردله پاكستان ته راليږي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د بورډ آف ګورنرز چيئرمېن سيد قمر رضا او منيجنګ ډائريکټر اوورسيز پاکستانيز فاؤنډېشن (او پي ايف) افضال بھټي سره خبرو كښې وكړه چا چې د وزيراعظم سره ملاقات کولو۔ په ملاقات كښې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو مسئلې حل كولو له د فاؤنډېشن په اقدامات هم خبري وشوي۔ وزيراعظم بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو ښېګړي لپاره په روانو پروژو او اقدامات كښې لا د ګړندي والي راوستو سپارښټنه وكړه۔ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيان د قام قيمتي اثاثه ده او هغوي په خپل محنت سره په پېسه ګتلو قيمتي زر مباردله پاكستان ته راليږي۔ ملاقات كښې وزيراعظم ته بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو ښېګړې او هغوي له آسانيو وركولو لپاره د نورو اقداماتو په تګلاره هم بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم د او پي ايف په اقدامات د اطمينان څرګندونه او د كوټلي تګلاري مرتب کولو سپارښټنه وكړه۔دغسې په دې مهال د بورډ آف ګورنرز چيئرمېن او او پي ايف ايم ډي نړيوال امن لپاره د پاكستان په هڅو وزيرِاعظم ته پيرزوئنې وړاندې كړې










