نائب وزیراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د آټزم سینټر آف ایکسی لینس ایډوائزری بورډ غونډه

  اسلام آباد 30 جون  (اے پي پي):نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د نهي په ورځ په اسلام آباد كښې د سینټر آف ایکسی لینس فار آټزم ایډوائزری بورډ غونډي مشري وكړه۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې په غونډه كښې د ادارے د پیش رفت جاج او آټزم سپیکټرم ډس آرډر له امله ځپليو ماشومانو لپاره تعلیم، ابتدائی مداخلت او معاون خدمات …

 

اسلام آباد 30 جون  (اے پي پي):نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د نهي په ورځ په اسلام آباد كښې د سینټر آف ایکسی لینس فار آټزم ایډوائزری بورډ غونډي مشري وكړه۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې په غونډه كښې د ادارے د پیش رفت جاج او آټزم سپیکټرم ډس آرډر له امله ځپليو ماشومانو لپاره تعلیم، ابتدائی مداخلت او معاون خدمات لا موثره كولو په اقدامات تفصیل سره غور وشو۔په دې موقع د حکومت پاکستان د دې عزوم پخلے وشو چې آټزم لرونكو كسانو لپاره يو جامعه او موثره معاون ماحول وركولې شي۔د تعلیم و پیشه وره تربيې وفاقی وزارت کمېټۍ له اسلام آباد كښې د آټزم له امله ځپليو ماشومانو لپاره تر ټولو جديد سینټر آف ایکسی لینس جوړولو په لړ كښې په شوو اقدامات تفصیلی بریفنګ وركړو۔په غونډه كښې د دې څانګي نامتو پوهانو رائے وغوښتلې شوي۔نائب وزیراعظم و خارجه وزير اړوندو ادارو ته سپارښتنه وكړه چې د خصوصی ماشومانو ضروریات له مخې معیاری تعلیم او خدمات وركولو لپاره دې ښه نړيواله تګلاره خپله كړې شي او حکومت به په دې عزم تندۍ سره عمل درآمد کولو سره دا سینټر آف ایکسی لینس زر تر زره جوړوي۔په غونډه كښې د وزیراعظم خاص مرستيال طارق باجوہ، وفاقی سیکریټریز او اړوندو محكمو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں