هند په يو اړخيزه توګه د سندھ طاس لوظنامه ختمولې يا معطل كولې نشي،دا يواځې يو دستاویز نه د  24 کروړه وګړو د ژوند معامله ده۔ سید مهر علی شاہ

  اسلام آباد 30 جون  (اے پي پي) د پاکستان کمشنر انډس واټرز ټریټی سید مهرعلی شاہ وئيلي دي هند په يو اړخيزه توګه د سندھ طاس  لوظ نامه ختمولې يا معطل كولې نشي،دا يواځې يو دستاویز نه د  24 کروړه وګړو د ژوند معامله ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ جناح کنونشن سنټر اسلام آباد كښې په سندھ طاس لوظ نامه نړيوال سیمینار ته وينا كښې …

 

اسلام آباد 30 جون  (اے پي پي) د پاکستان کمشنر انډس واټرز ټریټی سید مهرعلی شاہ وئيلي دي هند په يو اړخيزه توګه د سندھ طاس  لوظ نامه ختمولې يا معطل كولې نشي،دا يواځې يو دستاویز نه د  24 کروړه وګړو د ژوند معامله ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ جناح کنونشن سنټر اسلام آباد كښې په سندھ طاس لوظ نامه نړيوال سیمینار ته وينا كښې وكړه۔ سید مهر علی شاہ ووئيل د سندھ طاس لوظنامې په خلاف ورزۍ د هند خلاف پاكستان دوه وارې د ثالثی عدالت ته تللے دے ،  لوظ نامه كښې ترسره شوي چې كه څه مسئله وي نو ثالث به ئې حل كوي۔ده ووئيل په سندھ طاس تړون كښې په مجموعی توګه 12 شقونه شامل دي۔ سندھ طاس لوظنامه د دوه اتومي هېوادونو ترمينځه د امن علامت دے۔ ده ووئېل سندھ طاس  لوظ نامه يواځې يو دستاویز نه بلكه د 24 کروړه وګړو د بقا مسئله ده۔ سندھ طاس زمونږ د زراعت، خوراك او معیشت سره تړلي ده۔ده ووئيل د سندھ طاس لوظ نامې په اړه په جوړو شو ټولو اصولو عمل درآمد ته اړتيا ده۔ ده ووئېل په سندھ طاس لوظ نامه د هيڅ ډول سیاسی خبرو اترو ګنجائش نشته، سندھ طاس معاهدہ په نړيواله كچه يوه ښه لوظ نامه ده۔

مزید خبریں