د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی سره د ګورنر فیصل کریم کنډي ملاقات ،د هېواد په سياسي وضعه د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی سره د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وليدل چې پكښې د هېواد په سياسي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د نهي په ورځ د ګورنر آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د سېنېټ چیئرمېن له د پښتونخوا په ګڼو ضلعو كښې د ګوند او یوتھ کنونشنز …

 

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی سره د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وليدل چې پكښې د هېواد په سياسي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د نهي په ورځ د ګورنر آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د سېنېټ چیئرمېن له د پښتونخوا په ګڼو ضلعو كښې د ګوند او یوتھ کنونشنز په اړه بریفنګ وركړو۔ده د صوبې د حقونو په اړه د سیاسی ګوندونو سره د رابطه کارۍ او په نورو اړوندو چارو هم د سېنېټ چیئرمېن خبر كړو۔سید یوسف رضا ګیلانی د صوبائی حقونو په اړه د ګورنر هڅي وستائيلي۔هغه په خېبر پښتونخوا كښې په کامیاب ورکرز او یوتھ کنونشن کولو او د دې په تسلسل هم د خوشحالۍ څركندوني سره د ګورنر او ګوند صوبائی قیادت شريكو هڅو ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔

مزید خبریں