اسلام آباد ز30 جون (اے پي پي) د امرېكې ليكوالې او د نړيوالې پالېسۍ كار پوهې لاري واټكنز وئېلې دي د هند د اړخه د دريابونو بهېدو په اړه شمېرې ايسارول او د پاكستان د ليكلو مراسلو ځواب نه وركول د ڼړيوال قانون د اصولو خلاف ورزي ده او كوم هم رياست د كومې لوظ نامې په معطل كولو د خپلو نړيوالو ذمه وارو څخه لاس په سر كېدې …
د هند د اړخه د اوبو معلومات ايسارول او د پاكستان د خطونو ځواب نه وركول د نړيوال قانون خلاف ورزي ده ٬ د امرېكې ليكواله لاري واټكنز

مزید خبریں
اسلام آباد ز30 جون (اے پي پي) د امرېكې ليكوالې او د نړيوالې پالېسۍ كار پوهې لاري واټكنز وئېلې دي د هند د اړخه د دريابونو بهېدو په اړه شمېرې ايسارول او د پاكستان د ليكلو مراسلو ځواب نه وركول د ڼړيوال قانون د اصولو خلاف ورزي ده او كوم هم رياست د كومې لوظ نامې په معطل كولو د خپلو نړيوالو ذمه وارو څخه لاس په سر كېدې نشي٬ د قانوني لوظ نامو ويانه كنونشن تر مخه په لوظ نامو په نېك نيتۍ سره عمل كول پكار دے ۔ د نهې په ورځ د اسلام آباد جناح كنونشن سېنېټر كښې د انسټېټيوټ آف ريجنل اسټديز (آئې آر ايس ) تر سېوري لاندې د٬٬ سنده طاس لوظنامه ٬ د امن او سيمه ايز استحكام يوې زريعې٬٬ په سر خط نړيوال سېمېنار ته وېنا كښې دې ووئېل نن زمونږ لپاره په دې موضوع خبره كول د خوشحالۍ خبره ده او د خپلو خبرو پېل د يو داسې حقيقت نه كول غواړم د كوم نه چې ټول خبر دي چې سنده طاس لوظ نامه د نړيوالې سفارتكارۍ د حقيقي كاميابيو څخه يوه ده ۔ دې ووئېل دا لوظ نامه د يو ډېر مشكل مقصد لپاره شوې وه او د 60 كالو نه تر زياتې مودې به موثر ډول يې كار كولو ۔ دې ووئېل په ګرده نړۍ كښې د سيندونو په اړه لوظنامې د شخړو مخ نيوي لپاره كېږي او مستقل انډس كمېشن د نړيوال معيار ت رمخه يوه غېر معمولي او د قدر وړ اداره ده۔ دې ووئېل د لوظ نامې تر مخه د شرېكې معائنې او د شخړو هواري لپاره يو مرحله وار نظام مقرر كړے شوے ۔ لارې واټكنز ووئېل پاكستان د چناب درياب د اوبو بهېدو په اړه خطونه لېږلي خو هند د دريابونو غېر مستقل بهېدو په اړه معلومات او شمېرې نه دي وركړي او د پاكستان د ليكلو مراسلو ځواب يې هم نه دې وركړے ۔









