اسلام آباد ۔30 جون (اے پي پي) ماسكو كښې د يو ډبليو سي سائنټفك سېنټر فار انټر نېشنل اېنډ سټېټېجك سټډيز مشر ډاګتر روګسو لانازيګون وئېلي دي پاكستان ته د اوبو وركرې د كوم هم كمي سره به په كركيله ٬ غذائي تحفظ او په مجموعي معيشت سنګين اثرات مرتب شي۔ د نهې په ورځ جناح كنونش سېنېټر كښې د انسټيټويټ آف ريجنل اسټډيز تر سېوري لاندې د سنده …
پاكستان ته د اوبو وركړې د كوم هم كمي سره به كركيله ٬ غذائي تحفظ او معيشت سخت وځپلے شي ٬ ډاكټر روكسو لا نازيګون

مزید خبریں
اسلام آباد ۔30 جون (اے پي پي) ماسكو كښې د يو ډبليو سي سائنټفك سېنټر فار انټر نېشنل اېنډ سټېټېجك سټډيز مشر ډاګتر روګسو لانازيګون وئېلي دي پاكستان ته د اوبو وركرې د كوم هم كمي سره به په كركيله ٬ غذائي تحفظ او په مجموعي معيشت سنګين اثرات مرتب شي۔ د نهې په ورځ جناح كنونش سېنېټر كښې د انسټيټويټ آف ريجنل اسټډيز تر سېوري لاندې د سنده طاس لوظ نامه د امن او سيمه ايز استحكام يوې زريعې٬٬ په موضوع نړيوال سېمينار ته خطاب كښې دي ووئېل پاكستان د چناب درياب د اوبو بهيدو كښې د غېر معمولي كمي زياتي په اړه څو وارې د هند په وړاندې احتجاج رېكارډ كړے دے ۔ دي ووئېل كه د آبي انتظام په اړه اندېښنې د سنده طاس لوظ نامه كښې د تر سره شوي طريقه كار تر مخه لرې نه كړې شوې نو د هند په پورته دريابي سيمو كښې د بندونو جوړولو سره د سيمه ايز استحكام نشتوالے رامخې ته كېدې شي ٬ د پاكستان موقف وړاندې كولو سره ده ووئېل د 1960 سنده طاس لوظنامه هغسې په بشپره توګه موثر ٬ نافذ العمل او په قانوني توګه پابنده لوظ نامه ده ۔ ده خبردارے وركړو چې د لوظ نامې په يو اړخيزه توګه معطل كول نه يوازې پاكستان او هند بلكې د ګردې سوئېلې اسيا لپاره د سلامتيا سنګين او انساني نتائج رامخې ته كېدې شي ۔









