اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي هند د سندھ طاس لوظ نامې په غيرقانوني توګه معطل کولو سره نړيوال قانوني نظام کمزورے او سيمه د شخړي خطر سره مخ كړي ده ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ انسټيټيوټ آف ريجنل سټډيز د اړخه د اطلاعات و خپرونو وزارت په همكارۍ سره نړيوال سيمينار ’’سندھ …
هند د سندھ طاس لوظ نامې په غيرقانوني معطل کولو نړيوال قانوني نظام کمزورے او سيمه د شخړي خطر سره مخ كړې ۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار نړيوال سيمينار ’’سندھ طاس لوظ نامه: د امن او سيمه ايز استحکام يوې ذريعې ‘‘ ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي هند د سندھ طاس لوظ نامې په غيرقانوني توګه معطل کولو سره نړيوال قانوني نظام کمزورے او سيمه د شخړي خطر سره مخ كړي ده ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ انسټيټيوټ آف ريجنل سټډيز د اړخه د اطلاعات و خپرونو وزارت په همكارۍ سره نړيوال سيمينار ’’سندھ طاس معاهده: امن او د سيمه ايز استحکام يوه ذريعه‘‘اختتامي نشست ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل بايد ټرانس باؤنډري درياب د هېوادونو ترمينځه د مزل زياتولو په ځاے هغه يو بل ته د رانزدې كولو ذريعه وګڼلې شي، پاکستان د دغه جذبې ترمخه د هند سره سندھ طاس لوظ نامه کړې۔ده ووئيل د اسلام آباد خيال ؤ چې دا لوظ نامه به سيمه كښې د مهمو وسائلو شريك استعمال له د اوږدې مودې استحکام وركړي۔ده د هند د اړخه د لوظ نامې معطل كولو اعلان او د لوظ نامې له مخې د اوبو شريكو وسائلو لپاره د پاکستان سره د مرستي په انکار د تشويش څركندونه وكړه۔ده ووئيل د لوظنامو تقدس په دې بنيادي اصولو كښې شامل دے په كومو چې د قامونو ترمينځه امناكه اړيكي جوړي وي۔ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې اوبه د وسلې په توګه د كارولو اجازه ورنه كړي۔د سيمينار افتتاحي نششت ته وينا كښې د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل د سندھ طاس لوظ نامې په اړه د هند بے اعتنائي نه يواځې د نړيوال قانوني نظام تقدس کمزورې كوي بلكه د نړيوال امن او نظم و ضبط لپاره هم زيان دے۔ وفاقي وزير ووئيل اباسين د پاکستان د تهذيب بنياد دے او د شناخت برخه دے ۔ده ووئيل پاکستانيانو ته د اباسين په اوبو ناقابل تنسيخ حق ترلاسه دے۔ده ووئيل د هند د اړخه د لوظ نامې په غير قانوني توګه د معطل کولو ناكامه هڅه د هند لپاره په نړيواله كچه د شرمندګۍ سبب كړځېدلې۔ده ووئيل د دې اقدام اخلاقي، سماجي او قانوني بنيادونه کمزوري دي۔ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې په خاص توګه نړيوال موسمياتي بحران تر مخه د لوظ نامې حيثيت بدلولو د هند غير قانوني هڅو نوټس واخلي۔ د پاکستان پیپلز پارټۍ چیئرمېن بلاول بھټو زرداري ووئيل سمندري لارو یا د اوبو وسائل د وسلې په توګه كارول د نړيوال امن لپاره خطرناك رجحان دے، د سندھ طاس لوظنامې بحالۍ نه غير د پاکستان او هند ترمينځه تل اتي امن ناممکن دے۔د پاکستان د اوبو حقونو ته د زيان رسولو ټولو هڅو به بشپړ ځواب وركولې شي۔د پاکستان پیپلز پارټۍ چیئرمېن ووئيل اوبه يواځې جغرافیه نه بلكه د خوراك ، سباؤن او د ژوند سوال دے،نړۍ احساس لري چې د اوبو وسائل د نړيوال سیاست او سلامتیا مرکزی مسئله جوړه شوې ۔بلاول بھټو زرداری ووئيل څه ډول چې د آبنائے هرمز بنديز له امله نړيوال معيشت ځپلے شوے،دغسې د اباسين اوبه د پاکستان د ژوند ضمانت دے، سمندري لارو یا د اوبو وسائل د وسلې په توګه كارول د نړيوال امن لپاره خطرناك رجحان دے، ده ووئېل د سندھ طاس لوظ نامې د بحالۍ نه غير د پاکستان او هند ترمينځه تل پاتي امن نا ممكن دے۔ده ووئيل پاکستان د جنګ بندۍ په شرطونو عمل كړے دغسې هند د خپلو لوظونو پاسداري نه ده كړې ،د سندھ طاس لوظ نامې ترمخه د پاکستان د برخي اوبو بايد تحفظ باوري كړے شي، اباسين يواځې يو درياب نه بلكه د كروړونو وګړو د ژوند ، زراعت او معیشت ذریعه ده۔بلاول بھټو زرداري ووئيل د اباسين، جهلم او د چناب په اوبو د پاکستان حق د نړيوالي لوظنامې ترمخه منلے شوے۔ده ووئيل پاکستان د امن خوښي لري خو د خپل اولس په بنیادی حقونو او اوبو په مفادات به كومه سمجھوته نه كوي۔په دې موقع د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق مسعود ملك ووئيل د سندھ طاس لوظ نامې په ضد د هند غير قانوني اقدامات سره پاکستان كښې موسمياتي بحران نور هم زياتيږي۔ده ووئيل دا نه يواځې موسمياتي بحران دے او نه يواځې د اوبو بحران، بلکه دا د انصاف بحران دے۔ ده ووئيل د نړۍ تر ټولو قوي لوظنامو كښې د يوې خلاف ورزي کولو سره هند د نړيوال قانوني نظام بنيادونه جړقولي دي۔د دفاع پخواني وزير انجينئر خرم دستګير خان د لوظ نامې معطل كيدو نه پس د هند د اړخه شوو ټولو غير قانوني اقدامات ذکر وكړو چې پكښې بګليهار او د سلاله بندونو تمبو بندول او سندھ طاس تړون ترمخه په دريابونو د اوبو منصوبې جوړول شاملې دي۔ پخوانۍ خارجه وزيرې او د پاکستان پيپلز پارټۍ غړې حنا رباني کھر ووئيل هند سندھ طاس تړون په اړه يوه پرېكړه هم په يو اړخيزه توګه نشي كېدې، د اروپائي هېوادونو پشمول نورو هېوادونه بايد د مسئلې په هواري كښې كردار ولوبوي۔ دې ووئيل يو هېواد د شريكې لوظنامې٬ نړيوال قوانين او رواياتو څخه په يو اړخيزه توګه سرغړونه نشي كولې۔ دې ووئيل هند يو درغله هېواد دے، هند يو ټول تهذيب ختمول غواړي خو داسې ممكن نه ده۔ دې ووئيل د سندھ طاس لوظ نامې په آرټيکل 12 كښې واضحه دي چې په شريك توثيق به سندھ طاس لوظ نامه كښې بدلون كېدې شي۔ دې ووئيل هند د ثالثۍ په نړيوال عدالت كښې تسليم كړې ده چې د دې لوظنامې په اړه يو هېواد تنها پرېكړه نشي كولې۔ حنا رباني كهر ووئيل چ سندھ طاس تړون يو مثالي او تل پاتې لوظنامه ده۔ دې ووئيل چ د پاکستان او هند پشمول نور هېوادونه د موسمياتي بدلون سره مخ دي خو ولې عامو خلقو ته د اوبو محفوظ وركړه باوري كول ضروري ده۔ دې ووئيل د اروپائي هېوادونو پشمول نور هېوادونه بايد د مسئلې په هواري كښې كردار ولوبوي۔پخواني نګراں وفاقي وزير احمر بلال صوفي ووئيل د نړيوال قانون له مخې سرحدي د آوبو وسائل نړيوالي شريكي اثاثې دي او كوم هم هېواد د خپل حدود څخه په تيريدونكو اوبو د ملکيت ادعا نه شي كولې۔ده ووئيل د هند د اړخه د لوظ نامې معطل کول په حقيقت كښې د لوظ نامې د خلاف ورزۍ اعتراف دے۔










