د وفاقي آئينې عدالت ججان به هره مياشت كوئټه كښې مقدمې اوري ٬ اولس ته به په خپله درشل ارزان او په وخت انصاف تر لاسه كېږي٬ جسټس روزي خان بړيڅ

ګوئټه ۔30 جون (اے پي پي)  د وفاقي آئينې عدالت پاكستان جج جسټس روزي خان بړيڅ وئېلي دي اولس ته په وخت ٬ ارزان او آسان انصاف وركوو لپاره د وفاقي آئيني عدالت كوئټه رجسټري كښې د مقدمو اورېدل پېل شوي دي او ججان به هره مياشت په كوئټه كښې  د مقدمو اورېدنه كوي  ٬ دغسې چې سائلين ته  د اسلام آباد  ګران  او اوږد مزل څخه خلاصے تر لاسه …

ګوئټه ۔30 جون (اے پي پي)  د وفاقي آئينې عدالت پاكستان جج جسټس روزي خان بړيڅ وئېلي دي اولس ته په وخت ٬ ارزان او آسان انصاف وركوو لپاره د وفاقي آئيني عدالت كوئټه رجسټري كښې د مقدمو اورېدل پېل شوي دي او ججان به هره مياشت په كوئټه كښې  د مقدمو اورېدنه كوي  ٬ دغسې چې سائلين ته  د اسلام آباد  ګران  او اوږد مزل څخه خلاصے تر لاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده  د نهې په ورځ  د بلوجستان هائي كورټ  بار ايسوسي ايشن   د اړخه  په سپريم كورټ رجسټري كښې  د وفاقي آئيني عدالت ججانو  په درناوي كښې  وركرې شوې ټي پارټي ته خطاب كښې وكړه ۔ په دستوره كښې د وفاقي آئيني عدالت ججانو جسټس سيد ارشد حسېن شاه ٬ چيف جسټس محمد كامران خان ملاخېل ٬ جسټس  محمد عامر نواز رانا  او د بلوچستان هئاي كورټ بار صدر  مير عطاﺀ الله  لانګو  او عهدېدارو پشمول  سينئر وكيلان علي احمد كرد  ٬ ميا محمد روف عطا  او نور وكيلان موجود وو ۔ جسټس روزي خان ووئېل  د بلوجستان اولس د مزل ستونزو تر مخه  وفاقي يئيني عدالت په كوئټه كښې خپل رجسټري جوړه كړې  او د مقدمو اورېدو رسمي پېل شوے دے ٬ ده ووئېل د سائلين زيات مصرف پورته كولو سره اسلام آباد ته تلل ممكن نه دي ٬ ځكه عدالت اولس ته په درشل انصاف وركولو لپاره دلته راځي ۔دستورې ته چيف جسټس كامران خان ملاخېل  خپل خطاب كښې د وفاقي آئيني عدالت بلوجستان ته د راتګ هر كلے وكړو او هيله يې څرګنده كړې چې د دوي راتګ سره به اولس ته د انصاف وركلوو نظام لا موثر  او اولس دوسته شي

مزید خبریں