وسائل او په آبادۍ كښې توازن د تل پاتي پرمختګ ضمانت دے، د آبادۍ منصوبه بندي قامي پرمختګ٬ معاشي استحکام او د بشري وسائلو بهترۍ سره سمولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  وسائل او په آبادۍ كښې توازن د تل پاتي پرمختګ ضمانت دے، د آبادۍ منصوبه بندي قامي پرمختګ٬ معاشي استحکام او د بشري وسائلو بهترۍ سره سمولو ته اړتيا ده، په تندۍ سره زياتېدونكې آبادۍ څخه په قامي وسائلو فشار زياتېږي  او دا قامي پرمختګ لپاره لوي چېلنج دے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا …

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  وسائل او په آبادۍ كښې توازن د تل پاتي پرمختګ ضمانت دے، د آبادۍ منصوبه بندي قامي پرمختګ٬ معاشي استحکام او د بشري وسائلو بهترۍ سره سمولو ته اړتيا ده، په تندۍ سره زياتېدونكې آبادۍ څخه په قامي وسائلو فشار زياتېږي  او دا قامي پرمختګ لپاره لوي چېلنج دے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ودانۍ یښګړې په اړه د مهمې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ وزيراعظم ووئيل  د آبادۍ منصوبه بندي قامي پرمختګ٬ معاشي استحکام او د بشري وسائلو بهترۍ سره همكاره كولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم د نيشنل پاپوليشن کونسل غونډې زر ترسره د رابللو او په قامي كچه د آبادۍ په اړه پاليسي سازۍ لپاره د نيشنل پاپوليشن کونسل تنظيمي ډھانچه  زر تر زره د مرتب كولو امر وكړو، وزيراعظم به د نيشنل پاپوليشن کونسل خپله مشري كوي٬ چې پكښې به د څلورو واړو صوبو اعلٰې وزيران، د آزاد جمو و كشمير وزيراعظم، د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ او نور شراكتدار شامل وي۔ په غونډه كښې په هېواد كښې د زياتېدونكې آبادۍ او د دې کنټرول و ښیګړې په اړه اقدامات بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول  د سماجي تحفظ پروګرامونه به خانداني منصوبه بندۍ سره تړلې شي، د مېرمنو تعليم او دوي په معاشي توګه اختيار مندې جوړول به په آبادۍ قابو موندلو لپاره د تګلارې مهمه برخه وي، په آبادۍ كښې توازن او د قابو موندلو په اړه به د خبرتيا موثره كمپائن چلولې شي،اسلامي هېوادونه بنګله ديش، انډونيزيا او ايران كښې په آبادۍ قابو موندلو لپاره كامياب پروګرامز چلېږي، قامي پاپوليشن کونسل به د صوبائي حکومتونو په مرسته په قامي كچه موثره كمپائن چلولو كښې مرستياله وګرځي، د نيشنل پاپوليشن کونسل سيکريټريټ به د منصوبه بندۍ په وزارت كښې وي۔ په غونډه كښې چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، د دفاع وزير خواجه محمد آصف، وفاقي وزير احسن اقبال، وفاقي وزير محمد اورنګزيب، د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ، وزير مملکت بلال اظهر کياني او اړوند سركاري چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں