اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د اسلامي جمهوريه ايران د مجلس شوريٰ اسلامي ايران سپيکر محمد باقر قاليباف د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق له د اسلامي جمهوريه ايران شهيد سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي په ياد كښې په 3 جولائي 2026ء تهران كښې كيدونكي سرکاري تعزيتي دستوره كښې د ګډون بلنه وركړه۔د نهي په ورځ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې د ايران …
د ايران سپيکر محمد باقر قاليباف سردار اياز صادق له د شهيد آيت الله علي خامنه اي په تعزيتي دستوره كښې د ګډون بلنه وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د اسلامي جمهوريه ايران د مجلس شوريٰ اسلامي ايران سپيکر محمد باقر قاليباف د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق له د اسلامي جمهوريه ايران شهيد سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي په ياد كښې په 3 جولائي 2026ء تهران كښې كيدونكي سرکاري تعزيتي دستوره كښې د ګډون بلنه وركړه۔د نهي په ورځ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې د ايران سپيکر محمد باقر قاليباف په خپله بلنه كښې د آيت الله سيد علي خامنه اي په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندوني سره وئيلي دا دستوره د شهيد رهنما قامي، اسلامي او نړيوال خدمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو لپاره كيږي۔هغه د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق، د پاکستان پارليمان او پاکستاني اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندوني سره ووئيل پاکستان او ايران خپلو كښې د ورورولۍ شريكي اړيكي لري كومي چې په شريك احترام، شريك اقدار او تاريخي رفاقت اډانه دي او د وخت سره سره لا قوي كېږي۔هغه ووئيل آيت الله سيد علي خامنه اي د انصاف، قامي خپلواكۍ او مسلمانانو وقار لپاره خدمات او ستړي د نوو نسلونو لپاره د لارې مشالونه دي










