پارلیمان د كوم هم جمهوري ریاست هغه بنیادي ستن ده  چرته چې د اولس غږ ته آئیني او  قانوني شکل  وركړے كېږي  ، سیدال خان ناصر

اسلام آباد۔30جون  (اے پي  پي ) د سېنېټ ډپټي چیئرمین سیدال خان ناصر وئېلي دي پارلیمان د كوم هم جمهوري ریاست هغه بنیادي ستن ده چرته چې د اولس غږ  ته  آئیني او  قانوني شکل وركړے كېږي  ، د قامي پالیسیو اړخ ټاكلے كېږي او  د اجتماعي مفاد  مقدم  ساتلو  تر مخه د سباون تعین کېږي ۔ د سینیټ سیکرټریټ ت مخه د پارلمان نړيوالې ورځ په موقع خپل پیغام …

اسلام آباد۔30جون  (اے پي  پي ) د سېنېټ ډپټي چیئرمین سیدال خان ناصر وئېلي دي پارلیمان د كوم هم جمهوري ریاست هغه بنیادي ستن ده چرته چې د اولس غږ  ته  آئیني او  قانوني شکل وركړے كېږي  ، د قامي پالیسیو اړخ ټاكلے كېږي او  د اجتماعي مفاد  مقدم  ساتلو  تر مخه د سباون تعین کېږي ۔ د سینیټ سیکرټریټ ت مخه د پارلمان نړيوالې ورځ په موقع خپل پیغام كښې ده ووئېل  هلر كال په 30 جون نمانځلې كېدونكې د پارلمان نړيوال ورځ  د دې حقیقت د تجدید ورځ ده  چې مضبوطې، خودمختاره او  وقار لرونكې پارلیمانې ادارې بس د  جمهوري  استحکام، د قانون د بر لاسي ، پاكې واكمنۍ او د اولس د باور ضمانت وي ، يو فعاله پارلیمان نه يوازې د  اولسي مسائل مؤثر حل وړاندې كوي بلکې د قامي يو والي ، سماجي انصاف او د تل پاتي ترقۍ ودې كښې کلیدي کردار ادا کوي

مزید خبریں