حج 2027 لپاره د وګړو آن لائن رجسټرېشن نه پس د واجبات آن لائن ادا كولو نظام هم جوړ كړے شو ٬ د مذهبي چارو وزارت

  اسلام آباد 30 جون (اے پي پي)  د مذهبي چارو وزارت وئېلي دي د وزيراعظم شهباز شريف په امر  د حج آپرېشن په بشپړه توګه ډيجېټائز كولو لپاره اقدامات روان دي  ٬ د حج خوښي لرونكو پاكستانيانو  د آن لائن رجسټرېشن نه پس  د واجبات ادا كولو لپاره  هم آن لائن  نظام جوړ كړے شوے دے ٬ د ون لنك د لارې د حج واجبات د كور څخه  جمع …

 

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي)  د مذهبي چارو وزارت وئېلي دي د وزيراعظم شهباز شريف په امر  د حج آپرېشن په بشپړه توګه ډيجېټائز كولو لپاره اقدامات روان دي  ٬ د حج خوښي لرونكو پاكستانيانو  د آن لائن رجسټرېشن نه پس  د واجبات ادا كولو لپاره  هم آن لائن  نظام جوړ كړے شوے دے ٬ د ون لنك د لارې د حج واجبات د كور څخه  جمع كول به ممكن وي  كوم چې د حج آپرېشن مكمل ډېجېتائز كولو پلو مهم ګام دے۔ د نهې په ورځ  د مذهبي چارو وزارت  وياند عمر بټ اے پي پي ته ووئېل  د نېشنل آئې  ټي بورډ په مرسته  ډېجېټل حج انتظام ٬ د سپېځلتيا او د سهولت  نوے مثال دے٬ دغسې آن لائن حج پورټل  د يو نيم لاكه كسانو د رجسټرېشن مهم هدف سر كړے دے۔  هغه ووئېل  د حج واجبات جمع كولو لپاره اوس بېنك ته د تللو ضرورت نشته٬ درخواست وركونكې د  ون لنك د لارې  خپل واجبات جمع كولې شي ۔  هغه ووئېل د حج 2027 رجسټرېشن اوس په يو څو  كلكس كولو ممكن دے۔

مزید خبریں