مكه مكرمه ٬  په قرآان كريم ميوزيم كښې  تر ټولو زړه نسخه هم د نندارې لپاره  كېښودلې شوه ٬ كومه چې زائرين خپل ځان ته راغب كوي

مكه مكرمه ۔30 جون(اے پي پي)  د عالم اسلام تر ټولو مقدس ښار  مكه مكرمه كښې په حرا كلچرل ډسټركټ په قرآن كريم ميوزيم كښې  د شته نادرو نسخو او نورو مخطوطو سره  يوه ډېره زړه نسخه هم  د نندارې لپاره اېښودلې شوې كومه چې زائرېن خپل ځان ته راغب كوي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې ايس پي اے  تر مخه دا ناوياته  او زړه نسخه د قازان ښار كښې  …

مكه مكرمه ۔30 جون(اے پي پي)  د عالم اسلام تر ټولو مقدس ښار  مكه مكرمه كښې په حرا كلچرل ډسټركټ په قرآن كريم ميوزيم كښې  د شته نادرو نسخو او نورو مخطوطو سره  يوه ډېره زړه نسخه هم  د نندارې لپاره اېښودلې شوې كومه چې زائرېن خپل ځان ته راغب كوي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې ايس پي اے  تر مخه دا ناوياته  او زړه نسخه د قازان ښار كښې  په 1324 هجرۍ يعني په 1906 كښې شائع شوې وه ۔ د قرآن نسخې په حاشيو د آياتونو تشريح هم شوې ده  كومه چې د هغه وخت د علما د علمې خدمت واضحه عكاسي كوي۔  د مكه مكرمه حرا كلچرل ډسټركټ كښې جوړ قرآن كريم ميوزيم په نړيواله كچه  د خپل نوعيت وړومبے ميوزيم دے چرته چې نادره  قرآاني نسخې ٬ تاريخي ملفوظات اوز نوادرات اېښودلې شوي دي

مزید خبریں