اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د پيپلز پارټۍ نائب صدرې سينيټر شيري رحمان وئيلي دي د پارلمان نړيواله ورځ د جمهوري ادارو د مضبوطيا، د آئين د بر لاسي او د اولسي نمائندګۍ د عزم د تجديد ورځ ده، پي پي پي په هر دور كښې د پارلمان خپلواكۍ او د جمهوريت تسلسل لپاره تاريخي کردار لوبولے۔ د نهې په ورځ د پارلمان نړيوالې ورځ په موقع …
د پارلمان نړيواله ورځ د جمهوري ادارو د مضبوطيا، د آئين د بر لاسي او د اولسي نمائندګۍ د عزم د تجديد ورځ ده۔ سينيټر شيري رحمان

مزید خبریں
اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د پيپلز پارټۍ نائب صدرې سينيټر شيري رحمان وئيلي دي د پارلمان نړيواله ورځ د جمهوري ادارو د مضبوطيا، د آئين د بر لاسي او د اولسي نمائندګۍ د عزم د تجديد ورځ ده، پي پي پي په هر دور كښې د پارلمان خپلواكۍ او د جمهوريت تسلسل لپاره تاريخي کردار لوبولے۔ د نهې په ورځ د پارلمان نړيوالې ورځ په موقع خپل بيان كښې دې ووئيل شهيد ذوالفقار علي بھټو اولس ته سياسي شعور، آئيني حقونه او د پارلمان د بر لاسي لاره ښودلې، شهيدې بينظير بھټو هم د جمهوريت بحالۍ او د اولس د حكمرانۍ حق لپاره بلها قربانۍ وركړي دي۔ دې ووئيل مضبوط پارلمان هم اولسي هيلې په قانون سازۍ او قامي پاليسو كښې په موثره ډول قالب كولې شي، د اختلافِ رائے احترام، مکالمه او آئيني لاره د جمهوري معاشرو اصل قوت دے۔ سېنېټر شيري رحمان ووئيل په نړيواله كچه د پارلمانونو ترمېنځه مرسته، شريك احترام او مشترکه هڅې د تل پاتي امن بنياد دي









